ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

2031403
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

د بورسا  ولایت  د ایزنک ولسوالي، د تورکیې یو له تاریخي ښارونو څخه دی، چې د مرمرو او سیرامیک د هنر او صنعت سره ځانګړی شهرت لري. همداشان ددې ښار چیني‌ لوخي‌ په تورکیه او نړۍ کې ځانګړی شهرت لري.  ایزنک ولسوالۍ چیني‌ لوخي‌ په ۲۰۰۴ کال کې د ایزنک ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو کې شامل شو.  د چیني‌ لوخو په جوړولو کې د کوارټز سربیره ، شګه ، خټه او سیلیکون  سیلیسیوم کارول کیږي. د چیني‌ لوخو په تولید کې، ډیری مرحلې شتون لري چې د نمونې ډیزاین سره پیل کیږي.  وروسته په قالبونو کې مواد اچول کیږي‌ او شکل ورکول کیږي‌. د شکل ورکولو نه وروسته وچولو ته پریښودل کیږي. کله چې چیني‌ لوخي‌ په بشپړه توګه وچولو نه وروسته رنګیږي‌ او بیا ډیزاینونه او انځورنه پرې ښکل کیږي .  د ایزنیک ولایت  سیرامیک د تورکي سیرامیک په تاریخ کې عالي تخنیکي نوښت لري. په چین کې چیني‌ لوخي‌  په ۱۳۰۰ درجو کې  تودوخي‌ کې پخیږي‌ چې په ایزمیک  کې بیا  چیني‌ لوخي‌  په ۹۰۰درجو پخیږي . د خپل لوړ سیرامیک کیفیت او نوښت ډیزاینونو سره، ایزنک چیني  لومړی په عثماني امپراتورۍ کې د شتمنو کورنیو پام ځانته راجلب کړ، او وروسته بیا اروپایی هیوادونو ته د بهرنیانو په راتګ سره صادر شول. ایزنک چیني‌ لوخي  چې د معمارۍ جوړښتونو، په ځانګړې توګه د جوماتونو په دیوال پوښښ کې کارول کیږي، د شیانو لکه تختو، ګلدانونو، جیګونو او د اوبو  لوخو په تولید کې هم کارول کیږي.



اړوند خبرونه