د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي
د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي
د تورکیې د تور سمندرګي ساحلي ولایت کاستامونو په سیمه ایزو څرځایونو کې د لویو شوو خوسکي د غوښې نه د جوړیدونکي "کاستامونو بیکن" ځانګړی شهرت لري. "کاستامونو بیکن" په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د تورکیې کسبه کارانو او صنعتکارانو د خونې په غوښتنه د تورکیې د جغرافیې د راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شو. د د کاستامونو ولایت پدې برخه کې د قیصري او افیون قره حصار ولایتونو ترټولو لوی سیال دی. د کاستامونو بیکن د د خوسکي د ملا د سرخي غوښې نه چې د غره د مالګې مالګینه کیږي او درې ورځې ځوړندیږي جوړیږي. د غوښې ټوټې چې د وچولو په جریان کې خپلې ډیرې اوبه له لاسه ورکوي وروسته پرې د یو وزن په مرسته ښه فشار راوړل کیږي تر څو خپلې ټولې وبه وچې کړي. بیا مینځل کیږي او په لمر کې وچیږي او بیا د یو ډول ځانګړي ساس سره چې ډیره زیاته هوږه پکې کارول کیږي پوښل کیږي. د ویلو ده چې د کاستامونو بیکن یوازې د دوه نه تر دوه نیم کلن خوسکي د غوښې نه تولیدیږي. د ویلو ده چې د کاستامونو بیکن په ځانګړې توګه د سپټمبر او اپریل د میاشتو ترمنځه تولیدیږي.
د کاستامونو بیکن د قیصري او افیون قره حصار د بیکن سره ډیر زیات توپیر نلري، ټوپیر یواځې په خوند، مثاله او رنګ کې دی. د کاستامونو بیکن رنګ تک سور وي.
د قیصري او افیون قره حصار د بیکن رنګ لږ نصواري رنګه دی.
د ویلو ده چې په تورکیه کې د بیکن نه په ډیرو زیاتو خوړو کې استفاده کیږي. هم خامه او هم پخه خوړل کیږي.
په ځانګړې توګه د سهار په چای کې ډیره استفاده کیږي.