د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د پلازمینې انقرې اړوند د چوبوک ولسوالۍ د مشهورو اچارو په اړه تاسې ته لنډ معلوماتو درکوو.
پدې خپرونه کې تاسې ته د پلازمینې انقرې اړوند د چوبوک ولسوالۍ د مشهورو اچارو په اړه تاسې ته لنډ معلوماتو درکوو.
د تورکیې د پلازمینې انقرې اړوند د چوبوک ولسوالۍ اچار چې نوم يي هم د همدې ولسوالۍ د نوم څخه اخیستی دی په ۲۰۰۶ کال کې د دې ولسوالۍ د ښاروالۍ د غوښتنې او د غوښتنلیک په اساس د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو په لست کې شامل شو. د چوبوک اچارو خورا په زړه پورې ځانګړتیا دا اچار په همدې ولسوالۍ په کلیو کې کرل شوو سبزیجاتو څخه جوړول دي. د ویلو ده چې د چوبوک ولسوالۍ هر ډول اچار ځانګړی شهرت لري خو د بادرنګ اچار يي بیا ځانګړی شهرت لري. د ویلو ده چې د چوبوک اچار په جوړولو کې د دیفنه یا ماڼوګانو د پاڼو او شیبت نه په استفادې سره سرکه ډیره کمه کارول کیږي. ددې اچارو تر ټولو مهمه ځانګړتیا په کور کې د جوړو کړو اچارو سره ډیر زیاته ورته والی او اوږد عمر دی.
د اچار په تولید کې، هغه سبزیجات چې په اوړي کې کرل کیږي لومړی د مینځلو دمخه ټانک ته وړل کیږي، دلته ښه پریمینځل کیږي او لږ پریښودل کیږی چې نرم شي.وروسته بیا د دویم او دریم ځل لپاره پریمینځل کیږي.
بیا د اچار لازم مواد په سترو بوشکو یا بیرلونو کې اچول کیږي، او وروسته د بوشکو او بیلرونو د پاسه ځانګړې د غره مالګه او سرکه اچول کیږي. د خولې پورې ډکیږي. همداشان وروسته پکې د ماڼو یا دیفنې پاڼې ، شیبیت ، هوږه ، ترخه مرچ اضافه کولو سره ، د بوشکو او یا بیلرونو خوله تړل کیږي ترڅو هوا ورته داخله نشي.
د دې لپاره چې د اچار دودیز خوند راڅرګند شي، دا باید د خونې په حرارت کې د ۲۰ څخه تر ۳۵ ورځو پورې وساتل شي.
همداشان کله چې اچار د ورسیدل بیا يي په کوچنیو مرتبانونو کې اچول کیږي او د مصرف لپاره بازار ته وړاندې کیږي.
د ویلو ده چې د چوبوک ولسوالۍ اچار د نورو اچارو سره ډیره جدي توپیر لري چې دا توپیر په خوند کې دی.
ددې سیمې اچار پخپله د تورکیې سربیره د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادریږي.