د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

1926815
د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې د تورکیې د بالکیسیر ولایت د ځانګړو خوږو خوشمیریم په اړه لنډ بحث کوو.

د تورکیې د  بالکیسر ولایت  د ایژې او مارمارا په سمندونو کې سواحل لرونکی ښار دی. دا ښار چې د خپل تاریخ او جغرافیې سره مشهور دی هم د عثماني دورې څخه تر نن ورځې پورې د خپلو مشهور خوړو او خوږو سره شهرت لري.  ددې خوړو او خوږو څخه یو يي هم خوشمیریم دی. خوشمیریم  د ۲۰۱۱  کال کې بالکیسیر ولایت اشپزخانو او کوفته پلورونکو د صنفي اتحادیې په غوښتنه  د تورکیې د جغرافیایی راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شو.

د بالکیسیر ولایت د خوشمیریم خوږو د پخولو لپاره لازم مواد :

خوږ یا کشمشي بې مالګې پنیر ، بوره ، سوجي ، هګۍ ژیړ او د خوړو رنګ.  سره په جوش کولو سره رامینځته کیږي.

لومړی یو دیګ په اور ږدو او دوه لیتره خام شیده پکې اچوو. د دیګ پسې اور بلوو او دا شیدو تودو. شیدې د مستو د تومنې په اندازه تودو. وروسته په شیدو کې نیمه قاشقه د پنیر تومنه اضافه کوو او ښه يي لړو. وروسته دا شیدې ۱۵ دقیقې دمه کوو چې ترڅو پنیر شي. وروسته دیګ پسې اور لګوو او د دوو هګیو زیر په تومنه شوي پنیر کې اضافه کوو. ښه يي لړو او بیا چې کله پنیر ښه کلک شو په مکسر باندې ښه لړو. کله چې خوشمیریم  په جوشیدو راغی او ښه مکس شوو ۵ ګیلاسه بوره پکې اضافه کوو. همداشان لړولو ته دوام ورکوو تر ټولو لوره ښه حل شي. وروسته په دیګ کې یوه ګیلاس سوجي اضافه کوو او لړولو ته دوام ورکوو.

نیم ساعت یا لږ زیات د دیګ لړولو ته دوام ورکوو ترڅو سوجي هم پکې ښه پخه شي. دیګ په دوامداره توګه لړ تر څو بیخ يي ونه سوځي. ښه يی پخو تر څو اوبه لګې وچې کړي . همداشان کله  د خوشمیریم قوام  فریني ته ورته ټینګ شو د دیګ پسې اور مړو او بیا خوشمیریم په کاسو کې اوباسو ترڅو سوړ شي. د ویلو ده چې دا خواږه تاوده نه بلکې ساړه خوړل کیږي.


پيوندونه: #خوشمیریم

اړوند خبرونه