د ورځنۍ اجندا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې په ارمنستان کې د پوځ او حکومت ترمنځه اختلافاتو او روانو مظاهرو ته لنډه کتنه کوو.

1595322
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د ویلو ده چې تیره اونۍ د ارمنستان لوی درستیز په ګډون د قوتونو ټولو قومندانانو په ګډه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لومړي وزیر نیکول پاشینیان نه د استعفا کولو غوښتنه وکړه. پاشینیان د پوځ ددې غوښتنې نه د کودتا د تشبث په توګه یادونه وکړه او په مقابل کې لوی درستیز له دندې ګوښه کړ. همداشان هغه په خپلو پلویانو او د ارمنستان پر خلکو د پوځ پر خلاف لارو او سړکانو ته د راوتو او مظاهرو ته راوبلل.

ددې سره سم د حکومت پلویان او مخالفې ډلې په هممهاله توګه د پلازمینې اریوان په لارو او سړکانو کې په مظاهرو او لاریونونو پیل وکړ.

د بله پلوه د ارمنستان ولسمشر د لومړي وزیر پاشینیان لخوا د لوی درستیز د دندې نه د ګوښه کولو پریکړه رد کړه . لومړي وزیر ویلي دي د ولسمشر لخوا ددې پریکړه سره هغه هم  د کودتا په نشبث کې شریکوي.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د امنیتي څیړونو سرلیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشتیل تاش وايي چې په ارمنستان کې روان پرمختګونه او موجود وضعیت د پردې تر شا درې لاملونه شتون لري.

لومړنی او تر تولو مهم لامل په ارمنستان کې فقر، بې وزلي او د حد نه وتلی فساد دی. په ارمنستان کې د بې وزلۍ ، فقر او د فساد اصلی لامل خرابه حکومتوالي ده. خو ددې ټولو اصلي سرچینه پاشینیان ندی خو هغه ددې ټولو ستونزو په حل هم قادر ندی . د ویلو ده کله چې پاشینیان په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسید د لویدیځو هیوادونو د قوي ملاتړ نه برښمند وو. همداشان د ټولو لپاره هغه هیواد د فقر، بې وزلۍ او حد نه تیر فساد  نه د ژغورلو په برخه کې یو قهرمان وو خو له بده مرغه چې هغه  په هیواد کې یوې ستونزې ته هم حل لاره پيدا نکړه.

د ارمنستان خلکو د روسیې سره د نږدې اړیکو خاوند او د هیواد د موجود نظام موسس پر وړاندې د بدیل په توګه پاشینیان نه ملاتړ وکړ او هغه يي د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

دویم لامل د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان بری او د ارمنستان ستره ماتې وه. د ویلو ده چې د ارمنستان حکومت د تیرو څو لسیزو راهیسې د ډیپلوماتیکو مذاکراتو سره سره تل د خنډونو په رامنځته کولو سره خپل یرغلګرو سیاستونو ته دوام ورکړی دی. د اذربایجان اشغال کړې خاوره يي د خپل کنټرول لاندې نیولې وه. همداشان پاشینیان بیا د موجودو ستونزو د حل او پر هیواد يي د فشارونو د کمولو په خاطر په مذاکراتو په بهانه به يي د ټولو په سترګو کې خاورې شیندلې. همداشان پاشینیان ددې ستونزې د حل په خاطر پر ځای ددې چې اشغال پایته ورسوي هغه د اشغال د لا پراخولو د نوو جګړو د په پیلولو پيل وکړ.

د قره باغ په دویمه ستره جګړه کې ارمنستان د اشغال پراخول خو پر ځای پریږده چې اشغال کړې خاوره يي هم د لاسه ورکړه. په جګړه کې ډیره سخته ماتې وخوړه او د اشغال کړې خاورې نه په شا کیدو ته اړ شو.

د ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان د قره باغ د جګړې پرمختګونه او وضعیت تل د خپلو خلکو نه پټ کړ او هغوې ته يي غلط معلومات ورکول. همداشان بالاخره د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په لسمه نیټه د روسیې په منځګړتوب د اذربایجان سره د اوربند او اشغال کړو سیمو نه د وتو په اړه تړون لاسلیک کړ.

ارمنستان لومړي وزیر د قره باغ په جګړه کې ماته او اذربایجان سره د اوربند او اشغال د پایته رسولو تړون پخپله د تلویزیون له لارې اعلان کړ. دې مسئلې په ارمنستان کې ډیر سخت غبرګونونه وپارول.

د ویلو ده چې د قره باغ په جګړه کې د ارمنستان ماتې یواځې پاشینیان حکومت، سیاستوالو، پوځ او خلکو د هیچا لپاره د زغم وړ نوو.

دریم لامل په ارمنستان کې د نفوذ او ځواک  مجادله ده. په ارمنستان کې د قره باغ کلان ډله  چې غواړي خپل طاقت حفظ او لا پسې پراخه کړي او ځینې نورې ارمني ډلې چې  د ارمنستان نه بهر په نورو هیوادونو کې ډیاسپورا فعالیتونه کوي پدې مجادله کې برخه لري.

دا ډلې د اقتدار په مبارزه کې او طاقت او مشروعیت د ترلاسه کولو په خاطر د مختلفو هیوادونو سره همکاري کوي . دا مبارزه هم د دوو  بلاکونو لکه د روسیې او لویدیځ ترمنځه ده.

همدې مبارزې هم هیواد د جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د بله پلوه په ارمنستان د پاشینیان په مشرۍ د حکومت او پوځ ترمنځه ناندرۍ دوام لري. پاشینیان د پوځ د ټولو فشارونو په مقابل کې مقامت ته دوام ورکوي او داسې ښکاري چې د یو څه موده لپاره په واک کې پاتې شي خو دا ددې په معنا ندی چې په ارمنستان کې با سیاسي استقرار ټینګ شي.

پدې هیواد کې پداسې حال کې چې د پاشینیان په ملاتړ مظاهرې دوام لري د بله پلوه د وخت نه د مخکې د ټاکنو غوښتنه هم شوې ده .

د ارمنستان اصلي ستونزې پر ځای پاتې دي ټول د واک پر سر په اختلافاتو کې ښکیل شوي دي . د ویلو ده داسې ښکاري چې  نه د پاشینیان په مشرۍ موجود حکومت، نه پوځ او نه هم کوم بل ملکي حکومت  هیواد د موجود وضعیت نه د ویستو او د ستونزو وړتیا نلري.

هیواد د هر پلوه د ډیرو جدي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.


پيوندونه: #ارمنستان

اړوند خبرونه