د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2106250
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د خبر تورک ورځپاڼې  "کان به په ۲۰۲۸ کال کې د  هیواد هوایی ځواکونو ته وسپارل شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی پلان لري چې د هیواد ملي  پنځم نسل جنګي جیټ  الوتکه کاان چې خپله لومړۍ الوتنه یې وکړه  په بریالیتوب ترسره کړه ، په ۲۰۲۸ کال په پای کې د هیواد هوایی ځواکونو ته وسپاري. اردوغان وویل چې دوی به  د دفاعي صنعت ودې او پراختیا ته دوام ورکړي.

 

ینی شفق ورځپانې  "کان الوتکه  د نړۍ په اجنډا کې ځای نیولی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې  ملي جنګي الوتکې کان  لومړۍ الوتنه د نړۍ په مطبوعاتو کې په  تودې  موضوع بدله شوې. نړیوالو رسنیو  یادونه وکړه چې تورکیه یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د پنځم نسل جنګي الوتکې تولیدوي. ویل شوي چې د تورکیې لخوا د عصري جنګي الوتکو تولید یو تاریخي بدلون دی.

 

صباح ورځپاڼې “د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت  ولسمشر تاتار غوڅ پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت  ولسمشر ایرسین تاتار وویل چې په قبرس کې د یوه مخنیوي ځواک په توګه د تورکي سرتیرو شتون لازمي دی. تاتار وویل،  د قبرس حل د دوو دولتونو په رسمیت پیژندلو کې دی. هغه وویل: "شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت  باید  په رسمیت وپیژندل شي."

 

د سټار ورځپاڼې  "له سومالیا سره دفاعي تړون بشپړ شوی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود اعلان وکړ چې د تورکیې او د هغه هیواد ترمنځ د دفاعي او اقتصادي همکاریو چوکاټ تړون لاسلیک شو. محمود وویل، 'دا تاریخي تړون د یوه خوندي او سوکاله راتلونکي په لور زموږ د ملت په سفر کې یوه نوې پاڼه ده.

 

حریت ورځپاڼې " تورکیې ته به د سرچینو جریان زیات شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک دې ته اشاره وکړه چې تورکي شرکتونه اوس کولی شي په اسانۍ سره نړیوالو بازارونو ته پانګې ته لاسرسی ومومي. شمشیک وویل، لکه څنګه چې موږ هغه اهدافو ته نږدې کیږو چې موږ یې په برنامه کې اټکل کوو، زموږ هیواد ته د اوږد مهاله او ارزانه سرچینو جریان به نور هم زیات شي.



اړوند خبرونه