د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان: ښاري بدلون د تورکیې لپاره اړین دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو د ادارې په مشرۍ په جوړو شوو مراسمو کې وویل چې ، د تورکیې لپاره چې ۷۱ سلنه وګړي د زلزلې د لوړ خطر په سیمو کې ژوند کوي د ښاري بدلون کارونه انتخاب نه بلکې اړتیا ده.
حریت ورځپاڼې "په شمالي عراق کې د د تورکیې د ملي استخباراتو لخوا عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تیره اونۍ کې د عراق په شمال کې د خاکورک په سیمه کې د تورکیې د ملي استخباراتو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې، د PKK/YPG ترهګري سازمان ۱۵ تنه ترهګر له منځه یوړل. د ویلو ده چې په نوموړو وژل شوو ترهګرو کې ددې سازمان تش په نامه مشران شتون لري.
د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې د انرژۍ وزیر لخوا څخه ښه خبر" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپارسلان بیرقدار وویل چې د ساکریا ګاز په ساحه کې هره ورځ ۴ نیم میلیون متر مکعب ګاز تولیدیږي او دا کولی شي چې د ۱ عشاریه ۸ میلیون کورنیو اړتیاوې پوره کړي.
سټار ورځپاڼې "تورکیې ته د بهرنیو سرچینو قوي جریان" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشیک وویل چې د اسلامي پراختیایي بانک غړي به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځه د هیواد ستراتیژۍ تنظیم کولو په چوکاټ کې په تورکیه کې پروژو ته ۶ عشاریه ۳ میلیارد ډالر تمویل چمتو کړي او وویل: د اقتصادي برنامې په برکت چې موږ پلي کړي، تورکیې ته د بهرنیو منابعو جریان په دې ډول دوام لري.
وطن ورځپاڼې " د تورکیې ملي هوايي شرکت افغانستان ته بیا الوتنې پیلوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین (THY) چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته الوتنې بندې کړې وې، دغه هیواد ته خپلې الوتنې بیا پیلوي. دغه هوايي شرکت چې د مې په ۲۱مه به د افغانستان پلازمینې کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي، د استانبول – کابل الوتنې به په اوونۍ کې څلور ورځې کوي.