د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "اردوغان له ځوانانو سره وکتل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې په ۱۹ مه د اتاترک د يادونې، د ځوانانو او سپورټ د ورځې په مناسبت له ځوانانو سره وکتل. ولسمشر اردوغان پدې خبرې سره چې د مې ۱۹ د اسارت پر وړاندې د ازادۍ سمبول دی ټینګار وکړ چې د تورکیې لوی قوت او امید ځوانان دي.
حریت ورځپاڼې " د ملي مبارزې روحیه ۱۰۵ کلنه شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د مې ۱۹مه د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت ورځ په ټول هیواد کې په جوش او جذبې سره ولمانځل شوه. د هیواد د ګوټ ګوټ نه راغلو په سلګونو زرو تنو هیوادوالو د د تورکیې جمهوریت د بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ. د ځوانانو او سپورت وزیر عثمان اشکن بک چې د ځوانانو او مل هیئت په ملګرتیا د اتاترک د مزار زیارت ورکړ او د هغه د قبر په ځانګړی کتاب یې لاسلیک کړ او داسې ولیکل: "موږ به په هر ډګر کې د خپل هیواد او بیرغ لوړولو ته دوام ورکړو."
سټار ورځپاڼې " په توره بحیره کې د طبیعي ګاز نه وروسته دا ځل د تیلو د موندل کیدو وار دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې په تور سمندرګي کې د طبیعي ګازو له موندلو وروسته به له سیمې څخه د تیلو د موندل کیدو ښه خبر هم ورکړو . وزیر بیرقتار وویل: "موږ په تور سمندرګي کې مطالعات لرو چې موږ فکر کوو د تیلو نښې ښیې. زه هیله لرم چې موږ ژر ښه خبرونه د هیوادوالو سره شریک کړو.'
یني شفق ورځپاڼې "مادورو د تورکیې په اړه تړون لاسلیک کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په ژوندۍ خپرونه کې په استانبول کې له تورکیې سره د پانګونې د لاسلیک شوي تړون د لاسلیکولو سره په وینزویلا کې د تصویب پروسه بشپړه کړه . مادورو وویل، زه خپل ملګري ولسمشر رجب طیب اردوغان ته سلامونه وړاندې کوم.
وطن ورځپاڼې "د استانبول د ونډو بازار په اړه د بهرنیانو لیوالتیا ډیره شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول د ونډو بازار په اړه د بهرنیو پانګوالو ونډه ۴۰ سلنې ته لوړه شوې. داسې ښکاري چې درجه بندي لوړیږي او د تورکیې په اقتصاد کې مثبت کارپوریټ راپورونه به بهرنیانو کې لیوالتیا نوره هم لوړه کړي.