د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " وزیر فیدان د فلسطین له لومړي وزیر سره ټيلیفوني خبرې وکړې "
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان د فلسطين له لومړي وزیر او د بهرنيو چارو له وزير محمد مصطفی سره تيليفوني خبرې وکړې . په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې د غزې او لویدیځې غاړې په وروستیو حالاتو او وضعیت خبرې وشوې.
حریت ورځپاڼې " وزیر یورال اوغلو: موږ به خپل یووالي ته دوام ورکړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو په استانبول کې د متحده عربي اماراتو د پانګونې له وزیر محمد بن حسن السویدي سره د خپلې لیدنې په اړه وویل، په راتلونکې کې به د متحده عربي اماراتو، قطر او عراق له خپلو سیالانو سره د وزیرانو څلور اړخیزه غونډه جوړه کړو. د پراختیایي سړک په پروژه کې به "موږ خپل یووالي ته دوام ورکړو."
د سټار ورځپاڼې " د مکسیکو وزیر مارکیس: د تورکیې بریا له سرحدونو هاخوا زموږ هیواد ته ورسیده " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د مکسیکو د ګرځندوی وزیر میګویل توروکو مارکیس وویل، د تورکیې چارواکيو په اصل کې د کامیاب ټلویزیوني سریالونه او فلمونو سره خپل هیواد په ډیره ښه توګه نړۍ ته معرفي کړی دی. د تورکیې بریا د سرحدونو تیره شوې او حتا زمونږ تر هیواده رارسیدلې ده.
وطن ورځپاڼې" د تورکیې د انرژۍ وزیر : د LNG تړون لپاره له امریکایي شرکت سره خبرې اترې ترسره شوې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپارسلان بیرقدار اعلان وکړ چې د امریکا د انرژي شرکت Exxon Mobil سره د LNG تړون لپاره خبرې اترې روانې دي.
د خبرتورک ورځپاڼې " ملي سوک وهونکی صمد ګومش د اروپا اتل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په سربستان کې د اروپا د سوک وهنې په سیالیو کې، د تورکیې ملي سوک وهوونکي صمد ګومش د نارینه وو په ۵۱ کیلو ګرامه کټګورۍ کې په فاینل کې د هنګري استازي اتیلا برنارت ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.