د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ له میتسوتاکیس سره رغنده ناسته درلوده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د یونان له لومړي وزیر کریاکوس میتسوتاکیس سره وکتل. له لیدنې وروسته دواړو مشرانو یوه خبري غونډه ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان په خپلو خبرو کې وویل: «موږ یوه رغنده غونډه درلوده. هغه وويل: "موږ به د خبرو له لارې ستونزې حل کړو." میتسوتاکیس دا هم وویل، یونان په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب څخه پوره ملاتړ کوي.
یني شفق ورځپاڼې "د اردوغان لخوا میتسوتاکیس ته د حماس ځواب" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان لومړي وزیر میتسوتاکیس لخوا حماس د ترورستي سازمان په توګه د اعلانولو وروسته ، ولسمشر اردوغان غبرګون وښود او د یونان د لومړي وزیر ته يي مخامخ د حماس وضاحت ورکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې "حماس یو ترهګر سازمان نه دی. «دا یو مقاومتي سازمان دی چې د خپلې خاورې دفاع کوي،» او زیاته یې کړه چې د حماس له زرو څخه زیات غړي په تورکیه کې درملنې لاندې دي.
د سټار ورځپاڼې "د تونس د تاریخپوه لخوا د اردوغان ستاینه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تونس تاریخ پوه پروفیسور ډاکټر عبدالجلیل تمیمي ، چې په تورکي او عثماني برخو کې د خپلو اثارو علمي فعالیتونو سره شهرت لري ویلي چې ولسمشر اردوغان یو استثنايي شخصیت دی. تمیمي وویل، اردوغان د تورکیې او اسلامي نړۍ ویاړ دی. که خلک د اردوغان د نظریاتو په ارزښت پوهیدلای نن به هر څه بل ډول وو.
د خبر تورک ورځپاڼې " د تورکیې پر اقتصادي پروګرام باور مخ په زیاتیدو دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې په اقتصادي پروګرام باندې د باور په زیاتیدو سره بهرنیو تمویل ته لاس رسی هم زیاتیږي. د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک وویل چې د تورکیې د بهرنیو اسعارو زیرمو کې ښه والی به د بهرني تمویل جریان کې مثبت لید سره دوام وکړي.
د صباح ورځپاڼې "ټومبیک په نامه ډونر کباب په نړۍ کې ترټولو غوره سنډیویچ په توګه وټاکل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې پخلنځی د نړۍ ترټولو مشهور خوندونه سره یوځای کوي. ټسټ اتلاس په نامه د آنلاین سفر لارښود چې د نړۍ د خوندورانو درجه بندي کوي، د نړۍ تر ټولو غوره سنډیویچ لست اعلان کړ. پدې لست کې د تورکیې د ټومبیک په نامه ډونر کباب د نړۍ تر ټولو د غوره سنډیویچ په توګه ټاکل شوی دی. سربیره پردې ، د لیست په غوره ۲۰ کې د تورکیې څخه نور خوندونه هم شتون لري.