د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2105917
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " د تورکیې د ملي جنګي الوتکې کان په اړه د  ولسمشر اردوغان څرګندونې : د دفاعي صنعت په برخه کې به هیوادوالو ته نور زیري هم ورکړو"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په افیون کره حیصار ولایت  کې په خپله وینا کې وویل چې تورکیه د پنځم نسل جنګي جټ الوتکو د تولید په برخه کې له خورا مهم پړاو څخه تیر شو. ولسمشر اردوغان د ملي جنګي الوتکې KAAN په اړه وویل " زمونږ ملي جنګي الوتکې KAAN نن په بریالیتوب سره خپله لومړۍ الوتنه وکړه. مونږ به پدې برخه کې خپلو نوښتونو او اقداماتو ته دوام ورکړو. هیوادوالو ته به لا زیات نوي زیري ورکړو"

 

د صباح ورځپاڼې  "  کان خپله لومړنۍ الوتنه په بریالیتوب سره ترسره کړه ه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د هوايي او  فضايي صنایع د شرکت  لخوا تولید شوي ملي جنګي الوتکې، په پلازمینه انقره کې خپله لومړۍ الوتنه وکړه. ملي جنګي الوتکې چې د انقرې له نظامي هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه او د یو څه مودې لپاره د انقرې په اسمان کې د الوتنې نه وروسته بیرته خپلې هډې ته راستنه شوه. دا ورځ د تورکیې لپاره تاریخي او د ویاړ ډکه ورځ وه چې د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت شوه.

 

وطن ورځپاڼې " د تورکیې د ملي جنګي الوتکې لومړنۍ الوتنې په نړۍ کې د پام وړ انعکاس کړی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي جنګي الوتکې لومړۍ الوتنه کاان د نړۍ په مطبوعاتو کې تر پوښښ لاندې راغله. په داسې حال کې چې بلومبرګ تاریخي الوتنه د یو مهم ټکي په توګه ارزولې، یوناني مطبوعاتو د کان د پرمختللو ځانګړتیاو په اړه خپلو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړي.

 

د سټار ورځپاڼې " سومالیا په رسمي ډول د تورکیې پریکړه تصویب کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سومالیا کابینې له تورکیې سره د دفاعي همکاریو په برخه کې لاسلیک شوی هوکړه لیک تصویب کړ. د سومالیا د اطلاعاتو وزیر داود اویس وویل: 'دا تاریخي لس کلن تړون به د خپل حاکمیت د ساتنې لپاره د سومالیا د حکومت هڅې د پام وړ پیاوړي کړي.

خبر تورک ورځپاڼې " د سعودي عربستان له پرمختیايي صندوق څخه ۵۵ میلیونه ډالره پور " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سعودي عربستان پراختیايي صندوق (SFD) اعلان وکړ چې د تورکیې له جمهوریت سره یې د ۵۵ میلیونو ډالرو پور تړون لاسلیک کړ. نوموړی  پور د "په عامه ښوونځیو کې د زلزلې د خطر کمولو پروژې" په چوکاټ کې کارول کیږي.



اړوند خبرونه