د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "اردوغان: لویدیځ د قتل عام په وړاندې ځانونه ړوند او کوڼ کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په غزه کې د اسرائیلو لخوا روان قتل عام د لویدیځ اصلي څیره په ډاګه کړه. اردوغان وويل، لوېديځ هېوادونه د زياتو ماشومانو د وژلو لپاره له اسرائيلو نه غير مشروط ملاتړ کوي.
حریت ورځپاڼې " اردوغان: نتانیاهو باید د میلوسیویچ په څېر محاکمه شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به د غزې د قصاب په څیر محاکمه شي لکه د سربیا پخوانی ولسمشر سلوبودان میلوسیویچ چې په سریبرینیڅکا کې په نسل وژنې تورن دی او د جنګي مجرم په توګه به هم محاکمه شي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د تورکیې لخوا اسرائیلو ته خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې استخباراتي سرچینو ویلي چې په نړیوالو مطبوعاتو کې د هغو خبرونو پر بنسټ چې اسرائیل به د تورکیې په ګډون له فلسطینه بهر د حماس غړي په نښه کړي ، پدې برخه کې د اسرائیلو استخباراتو ته خبری ورکړی چې په تورکیه کې د هر ډول غیرې قانوني فعالیت د ترسره کولو په صورت کې به پر هغوې ډیر سخت بدل ورکړي.
د سټار ورځپاڼې "څلور ستر تورکي شرکتونه لیست کې شامل شول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ستاکهولم د سولې د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ له خوا د دفاعي صنایعو د سترو شرکتونو په لېست کې د تورکیې ۴ سترو شرکتونو ځای نیولی دی. په لیست کې، اصلسان په ۶۰ ځای کې، بایکار په ۷۶ ځای کې، د تورکیې فضايي صنعت په ۸۲ ځای کې او راکټسن په ۱۰۰ ځای کې ځای نیولی دی .
ینی شفق ورځپاڼې "ایرچین د سلم نړۍوال هوايي شرکت په توګه استانبول هوايي ډګر ته الوتنې پيل کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تایلینډ هوایی شرکت ، تای ایرویز لخوا د الوتنو له پیل سره ، د هوایی شرکتونو علاقه د استانبول هوایی ډګر کې دوام لري. د ویلو ده چې د چین د هوايي چلند شرکت د استانبول ښار ته په الوتنو پيل وکړ چې پدې ډول استانبول ته د الوتنې کوونکو نړۍوالو شرکتونو شمیر سلو ته لوړه شوه. د چین هوايي شرکت به په لومړي پړاو کې د چین د پلازمینې بیجینګ نه استانبول ته الوتنې وکړي.