د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2072189
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند کیچلي لخوا د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر پر خلاف سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونګو کیچلي د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر ایلي کوهین  هغه څرګندونو په اړه غبرگون ښودلی چې ویلي وو اسرائیل د ځان نه د دفاع په خاطر عملیات کوي. اونجو ویلي دي چې "د ملکي خلکو په ضد د اشغالگر ځواک وحشیانه بریدونه په هیڅ صورت د ځان د دفاع په توگه نه شي منل کیدای."

 

صباح ورځپاڼې  کورتولموش: اسرائیلو په فلسطین کې روغتونونه بمبار کړ، ټولې نړۍ ننداره وکړه، انسانیت چیرته دی!  د سرلیک لندې لیکلي دي ،د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش په خپله وینا کې د هغو هیوادونو په غبرګون کې چې د اسرائیلو د ظلمونو په وړاندې چوپه خوله پاتې دي، وویل: «اسرائیلو د فلسطین په روغتون بمباري وکړه. دېرش تن ماشومان په وحشیانه توګه په قتل ورسول ټولې نړۍ یې ننداره وکړه. انسانیت چیرته دی؟"

 

ینی شفق: د پنجې چابي په  سیمه کې د په وسلو سمبال ډرون سره عملیات د سرلیک لاندې لیکلي دي، د عراق په شمال کې پنجې چابي عملیاتو په سیمه کې کشف ۳ تنه ترهګر تثبیت کړل . نوموړي ترهګرو د تورکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د په وسلو سمبال ځانګړو ډرون الوتکو لخوا عملیات ترسره شول او ټول ترهګرو له منځه یوړل شو.

 

وطن ورځپاڼې " په بهرنۍ سوداګرۍ کې نوی ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې

د سوداګرۍ وزیر عمر بولات اعلان وکړ چې د نوامبر په میاشت کې د بهرنۍ سوداګرۍ په تاریخ کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلی. وزیر بولات اعلان وکړ چې د نوامبر په میاشت کې ۲۳ عشاریه ۱  میلیارد ډالر صادرات شوي.

 

ستوری ورځپاڼې  توپراک رازګات لی اوغلو: زموږ هدف د نړۍ اتلولي ده ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملي موټرسایکل چلونکی توپراک رازګات لی اوغلو، چې د نړۍ سوپر بایک سیالیو کې یې د ۵۵۲ نمرو په لرلو سره دویم ځای خپل کړ، وویل چې هغه د نوي فصل لپاره د لاسلیک شوي ټیم سره د نوي ډګر په ماتولو سره یو ځل بیا د نړۍ اتل شو.



اړوند خبرونه