د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2070889
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

وطن ورځپاڼې " اردوغان یونان ته د خبرو اترو بلنه ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې خبرې په ټینګار سره چې د هیوادونو ترمینځ اختلافات طبیعي دي وویل: اصلي خبره دا ده چې د دغو اختلافاتو د هوارولو لپاره قوي اراده وښودل شي . اردوغان د دې خبرې په څرګندولو سره چې تورکیه دا اراده لري وویل، موږ باور لرو چې موږ داسې کومه ستونزه نلرو چې د خبرو اترو له لارې حل نشي. هغه وویل، «یونان ته د سفر په اړه وویل چې ، زمونږ پلان د دسمبر په ۷ مه نيټه یونان ته سفر کول دي.،»

 

د خبر تورک ورځپاڼې "  اردوغان: اسرائیل به د قانون پر وړاندې خامخا حساب ورکوي "

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې اسرائیل به د قانون په وړاندې حساب کتاب وکړي. اردوغان وویل، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو چې په غزه کې یې د تېرې پېړۍ تر ټولو ستر ظلمونه وکړل، د غزې د قصاب په توګه یې په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړی دی.

 

حریت ورځپاڼې  "د اردوغان څرګندونو په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی دی"

د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  ولسمشر اردوغان دا خبرې چې "نتانیاهو د غزې د قصاب په توګه خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړ" په ټوله نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. په داسې حال کې چې خبري اژانسونو خپلو لوستونکو ته د اردوغان څرګندونې د "عاجل" کوډ سره وړاندې کړې، ډیری ورځپاڼو دې پرمختګ ته پراخه ځای وقف کړی.

 

د سټار ورځپاڼې  " د غزې په اړه د تورکیې مهم رول " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د اسرائیل او حماس په جګړه کې د اسرائیلو او د هغه د همکارانو د ناسمو معلوماتو سره سره، په لویدیځ او نورو سیمو کې په میلیونونو خلکو، د یو څو هیوادونو لکه تورکیې او قطر د رسنیو د سمو معلوماتو نه د خبردار کیدو او حقیقت نه د خبریدو نه وروسته لارو او سړکانو ته راووتل.  نوموړي پدې پوه شول چې اسرائیل هر څه چې وايي هغه درواغ دي او هر څه چې ښکاره کوي هغه جعلي دي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په میلیونونو تنو خلکو د اسرائیلو پر خلاف مظاهره وکړه او غږ يي اوچت کړ.

 

ینی شفق ورځپاڼې  "د اروپایی اتحادیې لخوا تورکیې ته د غزې پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره د لوړپوړي استازي جوزف بوریل اعلان وکړ چې دوی چمتو دي له تورکیې سره چې د منځني ختیځ د سولې د پروسې په اړه د هرې شخړې په هواري کې مهم رول لوبوي، تماس ونیسي.



اړوند خبرونه