د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2070306
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

سټار ورځپاڼې " د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې مخکې د اردوغان انتقادي خبرې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ولسمشرۍ له ماڼۍ د رسنیو له دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو کې د اسرائیلو د ناقانونه بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر تمو، د بشري ناورین د هواري لپاره پر وړاندیزونو او د تلپاتې سولې پر هڅو خبرې وشوې.

 

حریت ورځپاڼې " هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په بروکسل کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره لیدنه وکړه. بلینکن د غونډې په ترڅ کې وویل، "زه له تورکیې نه زموږ سره  د همکارۍ مننه کوم، چې د ناټو یو مهم، خورا ارزښتناک متحد دی."

 

د صباح ورځپاڼې " د تورکیې پلاوې غزې ته ورسید " د سرلیک لاندې لیکلي دي، تورکیې په غزه کې د جوړونکي ساحوي روغتون د مطالعاتي چارو په موخه یوه کمیټه غزې ته استولې ده . د ډیپلوماتیکو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د پلاوي موندنې ته په پام سره، روغتون ژر تر ژره فعال شي.

 

وطن ورځپاڼې " صبیحه ګوکچن هوایی ډګر ته ۷ جایزې " د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د هوايي چلند د بریالیتوب جایزې "Bluesky Awards 2023"، چې سږکال د دریم ځل لپاره جوړیږي، پر مستحقینو وویشل شوې. د تورکیې دویم لوی هوايي ډګر، د استانبول صبیحه ګوکچ ن، سږکال د بلوسکاي ایوارډونو لخوا د "د کال ډیجیټل هوایی ډګر" په توګه د "هوایی چلند لاسته راوړنې جایزې" کټګورۍ کې د خپلو ۶ پروژو سره د هوايي چلند پروژې ایوارډونو کټګورۍ کې د کمیسیون لخوا د جایزې لایق وګڼل شو.

 

ینی شفق ورځپاڼې "د تورکیې او انګلستان ترمنځ مهم ګام " د سرلیک لاندې لیکلي دي

تورکیه او انګلستان د ازادې سوداګرۍ د موافقې د پراخولو او تازه کولو لپاره د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي. دیی تاکید کوي چې اوسنی تړون مهم دی ځکه چې دا له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو وروسته له بېلابېلو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ لومړی تړون دی.



اړوند خبرونه