د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې "د غزې لپاره ډیپلوماسۍ" سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسپانیا له لومړي وزیر پیدرو سانچیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ملاقات په مهال په غزه كې د دايمي اوربند او د امن په هلو ځلو خبرې وشوې.
حریت ورځپاڼې "کورتولموش: نتانیاهو او د هغه ډله باید حساب ورکړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د اسیا د پارلماني اسمبلۍ د اجرایوي شورا په غونډه کې په خپله وینا کې وویل، لویدیځ غوره ګڼي چې په غزه کې د قتل عام پر وړاندې سترګې پټې کړي. دا ډله باید په نړیواله جنایي محکمه کې محاکمه شي."
د ینې شفق ورځپاڼې "تورکیې ته د ناټو لخوا د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د یووالي پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دوی باید له تورکیې سره په ګډه کار وکړي چې د ترهګرو سازمانونو لکه PKK په وړاندې ځان خوندي کړي. هغه ویلي دي "ناټو اوس دا کار کوي."
صباح ورځپاڼې "روسیې او تورکیې د طبیعي ګاز د مرکز لپاره د لارې په نقشه موافقه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې او تورکیې د انرژۍ د ګډ مرکز لپاره د تراکیا سیمه غوره کړه. د پلان له مخې دا مرکز چې په پام کې ده په ۲۰۲۴ کال کې بشپړ شي ، تورکیه به د طبیعي ګازو مرکزي هیواد باندې بدل کړي.
د خبر تورک ورځپاڼې "د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو لخوا په تورکیه کې پانګه اچونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پداسې حال کې چې تورکیه د اقتصاد او سیاسي ثبات په برخه کې د ګامونو په اخیستو سره د نړیوالو مستقیمو پانګونو په مرکز بدله شوې، د نړۍ مخکښ شرکتونه، له علی بابا څخه نیولې تر امازون، له هاوايي څخه نیولې پپسي کولا پورې په تورکیه کې نوي پانګونې ته مخه کړې. د سږ کال په ۹ میاشتو کې د پانګونې ۹۳ نوې پروژې راغلې.