د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2058310
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " اردوغان: له جرمني سره خپلو ژورو اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی له خپل دوست او متحد هیواد  جرمني  سره ژورو اړیکو ته چې سیاسي، اقتصادي، نظامي، کلتوري او بشري اړخونه لري ډېر زیات اهمیت ورکوي.

 

د سټار ورځپاڼې " په قران کریم د برید کولو ته اجازه ورکول او د فلسطین په ملاتړ پر لاریونونو بندیز لګول ښکاره  دوه ګونی معیار او چلند  دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون په انقره کې د اروپایی اتحادیې د پلاوی له مشر نیکولاس مایر لاندروت او د اروپایی اتحادیې د غړیو هیوادونو له سفیرانو سره ولیدل. فیدان دلته په خپله وینا کې وویل، په ځینو اروپايي هېوادونو کې په داسې حال کې چې د فلسطین په ملاتړ پر مظاهرو بندیز لګول کیږي ، خو زمونږ پر سپیڅلي‌ کتاب قران کریم برید کول او قران ته د سپکاوي‌ په موخه مظاهرو ته اجازه ورکول کیږي. دا په ښکاره توګه دوه ګونی چلند او معیار دی.دا د وینا ازادۍ سره هیڅکوم تړاو نلري.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د اکتوبر په ۲۹ مه د اتاترک د مزار نه د زیارت کوونکو ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د تورکیې د ملي دفاع وزارت لخوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تورکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت یواځې د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه  یو میلیون ۱۸۲ زره کسانو د تورکیې په پلازمینه انقره کې د ستر رهبر مصطفی کمال اتاترک د قبر زیارت وکړ. د تیرې یکشنبې په ورځ یو نوی ریکارډ مات شو.

 

د صباح ورځپاڼې " لومړنۍ کورنۍ مخابراتي‌ سپوږمه کۍ فضا ته توغول کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ساینسي او تخنیکي څیړنو شورا مشر پروفیسور ډاکټر  حسن ماندل پرون اعلان وکړ چې لومړنۍ کورني مخابراتي سپوږمکۍ ترکستات ای ۶  به په ۲۰۲۴ کال کې فضا ته وتوغول شي.

 

وطن ورځپاڼې " په تیرو۹ میاشتو کې د سمندري محصولاتو  د صادراتو نه  ۳۱۳ میلیونه ډالره عواید ترلاسه شوي‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۳۵ هېوادونو ته د تورکیې د سمندري محصولاتو له صادراتو څخه ۳۱۳ میلیونه ۳۴۳ زره ۱۵۴ ډالره عواید ترلاسه شوي دي.



اړوند خبرونه