د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " د تورکیې جمهوریت سل کلن شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
په ټول هېواد کې د جمهوریت سلمه کلیزه د شاندارو مراسمو ولمانځل شوه. ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتاترک د مزار په ځانګړې کتاب کې لیکلي دي: ګران اتاترکه، موږ د ملت په توګه ستاسې تر ټولو ستر اثر جمهوریت سلمې کلیزې ته د رسیدو له امله ویاړو. یو ځل بیا ستاسې ذات عالي ، ستاسې ملګرو او زموږ اتلو شهیدانو نه په ډیر درناوي او رحمت سره یادونه کوو. موږ د خپل ۲۱ کلن واکمنۍ په موده کې چې مو هره شیبه مو ورته وطن ته په خدمت کولو کې تیره کړې ده ، ستاسو د امانت د خوندي ساتلو هڅه کړې . موږ د پانګې اچونې په برخه کې د سترو ګامونو په اوچتولو سره د تورکيې جمهوریت دویمه پيړۍ د تورکیې د پيړۍ په توګه نومولې او ددې سره به يي لا لوړې کچې ته ورسو. زموږ جمهوریت د پخوا په پرتله لا زیات خوندي دی او په امین او خوندي لاسونو کې دی.
د سټار ورځپاڼې "د اردوغان د سلمې کلیزې وینا" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
ولسمشر اردوغان وویل چې جمهوریت چې د ۱۹۲۳ کال د اکټوبر په ۲۹ نیټه اعلان شو، پرون خپله لومړۍ پیړۍ پوره کړه او دویمه ته يي ګام اوچت کړ چې دا دویمه پيړۍ مونږ د تورکیې د پيړۍ په توګه نومولی ده. اردوغان وویل، هیڅ امپریالیستي ځواک به ونه شي کولای چې د تورکیې جمهوریت د خوښۍ، بریا او پرمختګ مخه ونیسي.
د خبر تورک ورځپاڼې "په باسفورس کې شانداره مراسم" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د تورکیې د جمهوریت د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت د TCG انادولو سره یو ځای ۱۰۰ جنګي کښتۍ د باسفورس له لارې تېرې شوې. کښتۍ پداسې حال کې د باسفورس څخه تیرې شوې ، چې د تورکیې هوايي ځواکونو اړوند 20 جنګي الوتکو د باسفورس په اوږدو کې نندارې وړاندې کولې. ښاریانو په لیوالتیا سره د زړه راښکونکي مراسمو ننداره وکړه.
د وطن ورځپاڼې " کورتولموش : یوه نوې نړۍ به تاسیس شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د تورکیې د جمهوریت د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې ، «که امپریالیستان هر وکړي او هر ډول لوبه ولوبوي ، زمونږ د ملت په مشرۍ به یوه نوې نړۍ جوړه شي. یوه داسې نړۍ او نړۍوال نظام به جوړ شي چې عدالت او حق پکې حاکم وي."
یني شفق ورځپاڼې " کورتولموش: د فلسطین خلک په ټولو جګړو کې زموږ په څنګ کې ولاړ وو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا مشر نعمان کورتولموش د ترکیې د جمهوریت د رامنځته کیدو په لاره کې د فلسطینیانو سرښندنې وستایلې. کورتولموش وویل: "د غزې او فلسطین خلک چې د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې د اسرائیلو لخوا په وحشیانه توګه وژل کیږي، دوې زموږ د پلرونو او نیکونو سره په ټولو هغو جګړو کې چې زموږ جمهوریت ته لاره هواره کړه، په یوه جبهه کې جنګیدلي دي."