د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان: وروستی حل د فلسطین خپلواکه دولت دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیمې پر فعالینو غږ وکړ چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د سولې د رامنځته کولو مسولیت په غاړه واخلي. اردوغان: په غزه اوس بې رحمانه بمباري کیږي. هغه وویل "وروستی حل لاره د یو خپلواک فلسطیني دولت رامنځته کول دي چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه وي."
د سټار ورځپاڼې "کورتولموش: شخړې د فلسطینیانو له پامه غورځولو پایله ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اسرائیلو او فلسطیني ډلو ترمنځ د شخړو په اړه وویل: «دا شخړې د هغه کړنلارې پایله ده چې له ۱۹۴۸ کال راهیسې دوام لري، له پرله پسې بې عدالتیو څخه سترې شوي. دا شخړه د فلسطینیانو له پامه غورځولولو پایلې دي. د ۱۹۶۷ څخه وروسته د الحاق، اشغال او د لمنځه وړولو پایلې دي.
وطن ورځپاڼې "شیمشیک: تورکیه یو پیاوړی اقتصاد دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شیمشک، د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اسرائیل او فلسطینترمنځه نښتې او جګړه به پر ترکیې باندې څه اغیزه ولري؟ وویل، 'د تورکیې ظرفیت خورا ښه دی. تورکیه په نړۍ کې یو له هغو ۷ هیوادونو څخه دی چې د سړي سر عاید یې تر ۱۰ زرو ډالرو ډیر دی. هغه وويل: "دا يو پياوړی اقتصاد دی، نو په دې کې ډېره ګټه شته."
د خبر تورک ورځپاڼې "د پيسو نړۍوال صندوق د تورکیې لپاره د ودې وړاندوینه زیاته کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سږکال د خپلې نړیوالې اقتصادي ودې اټکل په سلو کې ۳ ساتلی و، د راتلونکي کال لپاره یې اټکل له ۳ سلنې څخه ۲ عشاریه ۹ سلنې ته راټیټ کړ. دغه سازمان سږ کال د تورکیې د اقتصاد د ودې اټکل له ۳ سلنې څخه ۴ سلنې ته او د راتلونکي کال له پاره له ۲.۸ سلنې څخه ۳ عشاریه ۲۵ سلنې ته لوړ کړ.
حریت ورځپاڼې "تورکیه او ایټالیا به د ۲۰۳۲ کال یورو لیک کوربه وي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپا د فوټبال فدراسیون (UEFA) په رسمي توګه تاریخي ښه خبر اعلان کړ. تورکیه او ایټالیا به د ۲۰۳۲ کال د اروپا د فوټبال د اتلولۍ (یورو ۲۰۳۲) لیک کوربه وي.