د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2024126
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

ینی شفق  "د اردوغان لخوا پر له پسې سفرونه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې

ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل بهرني تماسونه پيلوي. اردوغان به د اګست په پای کې هنګري ته او د سپټمبر په میاشت کې هند او امریکا متحده ایالتونو ته ولاړ شي. اردوغان چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې به د ګډون په ترڅ کې امریکا ته  سفر وکړي‌ د خپل سفر په ترڅ کې به د یادو هېوادونو له مشرانو سره جلا جلا لیدنې ولري.

 

حریت ورځپاڼې  " د جرمني رسنۍ: تورکیه د اوکراین په جګړه کې مهم رول لري" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د آلمان خبري آژانس دویچه ویله (DW) د روسیې او اوکراین په جګړه کې د تورکیې پر اهمیت ټینګار کړی دی. په مقاله کې ټینګار شوی چې تورکیې پر اوکراین له برید وروسته د باسفورس او داردانیل تنګي د ټولو جنګي کښتیو په تړلو سره په سمندر کې د قدرت توازن ساتلی او ویل شوي چې دې وضعیت تورکیې ته یو مهم جیوستراتیژیک موقعیت ورکړی دی.

 

سټار ورځپاڼې  "د پناه غوښتونکو د لیږلو نوی فورمول" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

په تورکیه کې د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو د بیرته خپلو هیوادونو ته د استولو په اړه هر اړخیز کار روان دی. په دې برخه کې هدف  د سوریې په حلب سیمه کې د ټولنیز او سوداګریز ژوند بیا راژوندي کول دي. کله چې دا پلان عملي شي، په تورکیه کې مېشت سلګونه زره سوري وګړي به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "تورکیې ته د کروز په واسطه د تلوونکو ګرځندویانو شمیر ډیر شوی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د دوبي په موده کې، د کروز په واسطه تورکیې ته د تلو مسافرینو شمیر د تیر کال د ورته مودې په پرتله۶۶ عشاریه ۷  سلنه ډیر شوی. وړاندوینه کیږي چې د کال تر پایه به د مسافرینو شمیر ریکارډ ته ورسیږي.

 

وطن ورځپاڼې  "په وان جهيل کې په زړه پوري کشف" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌،

د تورکیې تر ټولو لوی  د وان جهيل چې ۸۰۰ زره کلن تاریخ لري، او په تل کې موجودې تاریخي‌ پاتې شوني‌ نړۍ ته معرفي‌ کیږي‌، ددې جهیل په تل کې نوي تاریخي‌ اثار  او پاتې شوني‌ موندل شوي‌ دي. د وان جهيل په ژورو کې د هديرې او کلي د ژوند د نښې نښانې سره سيمې وموندل شوې.  تمه کیږي‌ چې موندل شوي نوي اسرار هر څه ژر حل شوي.



اړوند خبرونه