د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "موږ په تورکیه کې د شپږنیم میلیون استوګنځایونو په چټکۍ سره د نوي کولو هدف لرو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ښاري بدلون د پروژو په اړه وویل " مونږ په تورکیه کې د ۶.۵ میلیونو هستوګنو په چټکتیا سره د نوي کولو هدف لرو. ددې پروژو د بشپړېدو سره زمونږ ښارونه لا زیات ښکلي او د زلزلو په مقابل کې به لا زیات مقامت پيدا کړي."
د خبرتورک ورځپاڼې "اوکراين: اردوغان کولی شي د غلې دانې تړون له سره احیا کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا ویلي چې ولسمشر اردوغان کولی شي د تورې بحیرې د غلو دهلیز تړون له سره احیا کړي. هغه ویلي دي چې ولسمشر اردوغان یوازنی کس دی چې کولی شي روسیې ته قناعت ورکړي او دا تړون له سره پيل کړي.
د سټار ورځپاڼې "هرڅوک د ولسمشر اردوغان دروازه ټکوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ناروې رسنیو یوه مقاله خپره کړې چې د غلې دهلیز د بیا فعالیدو په اړه د ولسمشر اردوغان بریالي رول او ډیپلوماسۍ ته پاملرنه راجلبوي. پدې مقاله کې د غلو دهلیز په اړه لیکل شوي دي چې اردوغان په سیمه کې یوازینی اغیزمن مشر دی. "هرڅوک د اردوغان دروازه ټکوي. هغه د نړیوال سیاست په مرکز کې ناست و او یوازینی کس شو چې له هر چا سره خبرې کولی شي. اردوغان په نړیوال سیاست کې ستر ځواک ترلاسه کړی دی.»
حریت ورځپاڼې "له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملي دفاع وزارت لخوا د قوي عزم پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د عزم پيغام ورکړ او ويې ويل: ترهګر د هغه برخلیک نه چې د هغوې په انتظار دی هیڅوخت تیښته کولی نشي. زموږ اتل پوځ به د خپلو شهيدانو د هر څاڅکي وینې بدل او غچ واخلي. او په همدې عزم سره به د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته تر هغه دوام ورکړي تر څو چې وروستی ترهګر هم له منځه وړل شوی نوي. د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به زمونږ مبارزه دوام وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې "د مالیې وزیر شمشیک لخوا د موډي په اړه ارزونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر، محمد شمشیک، د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې موډیز د تورکیې تحلیل په اړه ارزونه وکړه او ویې ویل، "موږ هوډ لرو چې هغه پالیسۍ پلي کړو چې د نړیوالو نورمونو سره مطابقت لري. موږ باور لرو چې دا به زموږ د کریډیټ درجه منعکس کړي."