د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1984769
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "موږ د خبرو اترو کوربه توب ته چمتو یو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوډان د حاکمیت د شورا د مشر جنرال عبدالفتاح عبدالرحمن البرهان ترمنځ د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې په سوډان کې د ترکانو د ایستلو او امنیت په اړه خبرې وشوې. اردوغان یادونه وکړه چې که چیرې په سوډان کې د هراړخیز مذاکراتو د پیل پریکړه وشي نو دوی چمتو دي چې د خبرو کوربه توب وکړي.

سټار ورځپاڼې " د ترکیې لخوا  د اسرائیلو پرخلاف  د غزې عکس العمل: لعنت پرې وایو!" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې  د بهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیلو بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې فلسطینیان وژلي، غندلي دي. په بیان کې راغلي: "دا ډول کرغېړن عملونه په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي."

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د غلې دانې  دهلیز بیا فعاله شو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

روسیې  چې د نویو کښتیو د راجستر کولو څخه انکار په کولو سره  په تور سمندر کې د غلو دهلیز تړون ځنډولی وو، د تورکیې  د ملي دفاع وزارت سرچینو اعلان کړی چې د تورکیې د نوښت په پایله کې د غلې دانې دهلیز یو ځل بیا فعال شو.

 

صباح  ورځپاڼې "اکار: په ګابار  کې نور ترهګر نشته، تیل شته، شتمني شته" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو اهمیت ته په اشارې سره وویل: په (شرناق )  کې د ګابار سیمه کې د ترهګرو نه په بشپړ ډول تصفیه شوې او نور پدې سیمه کې ترهګر نشته بلکې تیل او شتمني‌ شتون لري.

حریت ورځپاڼې  "اوتاغ الوتکه  به په ۲۰ دقیقو کې د زلزلې زیانونه تثبیت کړي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د "اوتاغ" څارګره الوتکه به وکوالی شي د احتمالي زلزلې وروسته په سیمه کې د الوتنې سره په ۲۰ دقیقو ټول زیانونه کشف او یو هر اړخیز راپور جوړ کړي. دا الوتکه کولی شي‌ چې پدې شلو دقیقو کې معلومه کړي‌ چې کوم لاړ، پلونو او سړکانو زیان لیدلی او کومې د استفادې وړ دي.

د اوتاغ په نامه دا څارګره الوتکه لنډه موده مخکې د ولسمشر اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ‌ کې د تورکیې د ځنګلونو عمومي‌ ریاست ته وسپارل شوې .



اړوند خبرونه