د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "د فرسټ پوسټ ویبپاڼې څخه د اردوغان په اړه د پام وړ تحلیل" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هندوستان د فرسټ پوسټ خبري سایټ په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د رول ته پاملرنه کړې ده. یاد شوي خبري سایټ په خپور کړي تحلیل کې د غلې دانې د کړکېچ په هوارولو کې د اردوغان رول ته د پام اړولو په ترڅ کې ویلي، اردوغان د اوکراین د غلو د صادراتو د بیا پیلولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو په خاطر د منځګړیتوب له امله د ټولې نړۍ تقدیر او ستاینه ترلاسه کړې ده .
حریت ورځپاڼې "اردوغان : د نفتو د عایداتو سره به د کورنۍ او ځوانانو یو بانک جوړ کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیې په تیرو ۲۱ کلونو کې د خپلو عایداتو نه په زیربنایي برخو پانګونه کړې ده . اردوغان په دې خبرې سره چې تورکیه په عصري نړۍ کې یو بل ځای ته رسېدلې ده وویل چې دوی به د جودي ګابار په سیمه کې د کشف کړې د تېلو زیرمو نه د ترلاسه کیدونکو عایداتو سره د کورنۍ او ځوانانو یو بانک جوړ کړي.
صباح ورځپاڼې " کیدای شي چې د تورې بحیرې نه د د طبیعي ګاز نوي ښه خبرونه راشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چی تورکیه په نړۍ کی یو له نادره هیوادونو څخه دی چی د هایدرو کاربن اکتشاف او څیړنی په برخه کی دومره ډیرې بیړی لری. ډونمز اشاره وکړه چې تورکیه کولی شي په تور سمندر کې د طبیعي ګاز نوې زیرمې ومومي.
د سټار ورځپاڼې "د اقتصاد د مشهور پروفیسور لخوا د تورکیې اقتصاد ماډل ته درناوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په جاپان کې د کوبي پوهنتون د اقتصاد پروفیسور چارلس یوجي هوریوکا د دې په بیانولو سره چې په نړیوال اقتصاد کې د کوویډ - 19 ناروغۍ وروسته د رغیدو سره سره د لوړ انفلاسیون خطر دوام لري ، وویل "زه فکر کوم چې د تورکیې اقتصاد ماډل چې په عمومي توګه صادراتو د ودې په څیر مسلو باندې ټینګار کوي یو ښه ماډل دی."
یني شفق ورځپاڼې "په ایلازیغ کې درې ملیونه کلن کنیون کشف شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په ایلازیغ ولایت کې د طبیعت سره مینه لرونکو ښوونکو یوې ډلې د سپوږمکۍ عکسونو معاینه کولو پرمهال په اتفاق سره یو ۳ میلیون کلن کنیون کشف کړ. په کنیون کې لوی او کوچني آبشارونه شتون لري، چې بډایه نباتات او حیوانات لري. کنیون ، چې د عکس اخیستونکو او طبیعت مینه والو لپاره یو ځای دی ، د ګرځندوی په برخه کې به مهم رول ولوبوي.