د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1982103
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د صباح ورځپاڼې " په تورکیه کې د تیلو نوې زیرمه وموندل شوه، د نوې زیرې د موندولو زیری پخپله ولسمشر اردوغان ورکړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې

ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په قونیه ولایت کې په ډله ییزه توګه د پرانیستو  په مراسمو کې چې ګډون کړ.. اردوغان وویل چې د ترهګرو نه په تصفیه شوو سیمو کې د تیلو نوې زیرمې کشف شوي دي.  هغه وویل چې  مونږ د شرناق ولایت د جوډي - ګابار په سیمه کې د ورځې د سل زره بیرلو تېلو د تولید ظرفیت لرونکې زیرمه کشف کړې  چې له جیزرې  څخه ۲۰ کیلومتره لرې ده. پدې زیرمه کې د لوړ کیفیت لرونکي تیل موندل شوي  دي. " اردوغان وویل چې دوی د تېلو کشف شوې څاه ته د شهیدې ای بوکې یالچین نوم ورکړ  چې د ترهګرو لخوا په شهادت رسول شوې وه.

 

د سټار ورځپاڼې " په سوریه کې د عملیاتو په اړه د تورکیې روښانه پیغام "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون په یوه ټلویزیوني خپرونه کې چې په سوریه کې د داعش د ترهګرې ډلې د مشر د وژل کیدو د عملیاتو په اړه وویل ،  د امریکا مطبوعاتو ویلي چې دا مهم بریالیتوب دی. هغه وویل: "موږ د خپلواکو حقونو درناوی کوو. زموږ یوازینی تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ده."

 

د خبرتورک ورځپانې " چاووش اوغلو: موږ په شپږو کلونو کې ۱۷ زره ترهګر له منځه وړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي دي چې تورکیې په تیرو شپږو کلونو کې د خپل ځان نه  د دفاع د حق په چوکاټ کې په عملیاتو کې ۱۷ زره ترهګر له منځه وړي دي.

د حریت ورځپاڼې " د تورکیې ملي محاربوي الوتکه  کان  د نړۍ  د رسنیو په سرلیکونو کې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د ملي جنګي الوتکې نوم KAAN دی. په داسې حال کې چې د اردوغان څرګندونې د نړۍ په مطبوعاتو کې په پراخه کچه پوښل شوي، د مراسمو تفسیر "د قدرت یوه ستره ننداره" وه.

وطن ورځپاڼې " یو بل هیواد هم تورکیې ته ویزه معاف کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي

په هغو هیوادونو کې یو نوی اضافه شوی چې د تورکیې اتباعو نه ویزه نه غواړي . په په قاهره کې د تورکیې  د سفارت شاژدافیر صالح  موتلو شن وویل چې زموږ هیوادوال اوس کولی شي چې مصر ته پرته ددې چې د مخکې نه ویزه واخلي سفر وکړي.



اړوند خبرونه