د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1981724
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د کورنۍ جنګي الوتکې نوم (کاان) وټاکل شو"د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د ملي جنګي الوتکې نوم "کاان" دی. "کان به ډیر ژر الوتنه وکړي. اردوغان وویل، موږ د نړۍ له هغو پنځو هېوادونو څخه یو چې دا ډول ۵ نسل جنګي الوتکې تولیدوي.

ییني شفق ورځپاڼې  "د راتلونکي پیړۍ د اعلان  پروګرام تنظیم شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي د "پیړۍ د راتلونکي پرمختګ پروګرام" د تورکیې د فضايي صنایعو تاسیساتو کې جوړ شو. د پروګرام په چوکاټ کې د تورکیې کورنیو او ملي الوتکو په ګډه الوتنه وکړه. اټک، ګوکبي او ټي ۷۰  چورلکو، د روزنې لومړني الوتکې حر کوش، خپل قابلیتونه نندارې ته وړاندې کړل.

 

د حریت ورځپاڼې "د سږکال په ټکنو فسټ  کې د ګډون نړیوال ریکارډ مات شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سږکال، د نړۍ ترټولو لوی هوايي چلند او  فضا ټیکنالوژۍ فیستیوال ټکنو فسټ کې د ګډون نړیوال ریکارډ مات شو. پدې ۵ ورځني  فیستیوال کې یو میلیون تنو په سیالیو کې برخه واخیسته او دوه نیم میلیون تنو نندارچیانو ګډون کړی وو.

 

صباح ورځپاڼې  "د تورکیې ملي استخباراتو  د داعش مشر وواژه" د سرلیک لاندې لیکلي دي

تورکیې  په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوحسین القریشي د وژلو سره ټولې نړۍ ته د ترهګرۍ پر خلاف خپله مبارزه وښوده. د ملي استخباراتو سازمان یو ځل بیا څرګنده کړه چې دا یوه تاکتیکي تېروتنه ده چې امریکا د داعش په  پلمه د پي کاکا ترهګرې ډلې سره همکاري کوي او ددې ترهګرې ډلې ملاتړ کوي.

 

وطن ورځپاڼې  "په څلورو میاشتو کې انتالیا ته ۱ میلیونه ۷۹۸ زره سیلانیان راغلي"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روان کال په څلورو مياشتو کې د هوا له لارې انتاليا ته د راغلو سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۸ سلنه زيات شوی او يو میليون ۷۹۸ زره ۵۹۵ تنو ته رسيدلی دی. انتالیا ته تر ټولو زیات سیلانیان له آلمان څخه ۴۴۶ زره ۵۴۲ تنه راغلي دي. دا هیواد په ترتیب سره روسیه، انګلستان، هالنډ، پولنډ، اسراییل، لیتوانیا، ایران، بلجیم او قزاقستان په دویم، دریم، څلورم او پنځم کتار کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه