د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1956010
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت  ورځپاڼې "اردوغان: ټاکنې به د مې په ۱۴ مه ترسره شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته په یوه وینا کې بیا ټینګار وکړ چې ټاکنې به د مې میاشتې په ۱۴مه ترسره شي او ویې ویل: «موږ د ټاکنو د پرېکړې په خپرولو سره چې د جمعې په ورځ به د مارچ په ۱۰ مه نېټه ترسره کړو، دا بهیر پیلوو. د اساسي قانون له خوا د ورکړل شوي واک پر بنسټ، به دا پریکړه یوه ورځ‌ وروسته په رسمي‌ جریده کې خپره شي."

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " د ولسمشرۍ لپاره  د ملت د اتحاد نوماند کمال کچدار اوغلو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ملت اتحاد  چې د جمهوریت خلق ګوند، ډیموکراټ ګوند، دوا ګوند، راتلوونکي‌ ګوند، سعادت ګوند، ښه ګوند نه جوړ دی  د ولسمشرۍ  لپاره  خپل ګډ نوماند اعلان کړ. د ملت اتحاد د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو د خپل ګډ نوماند په توګه اعلان کړ. همداشان د پاتو ګوندونو مشران د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند شوي‌ دي.

 

د ینې شفق ورخپاڼې  "تورکیې وسلې د جرمني‌ په نندارتون کې د ټولو پام ځانته رااړولی وو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې د دفاعي‌ صنایع لخوا جوړ شوی د جانیک په نامه وسله ، د آلمان په نورمبرګ کې جوړ شوي نندارتون  د نړۍ مشهور محصولات  پکې نندارېې ته وړاندې کیږي  نندارې ته وړاندې شوه او د ټولو پام يي ځانته اړولی وو.

 

صباح ورځپاڼې  "د ټاو شرکت درې  هوایی ډګرونه په نړۍ کې ترټولو غوره  هوايي ډګرونو کې داخل شول "د انقرې ایسن بوغا، اوسکوپ  او زاګریب هوایی ډګرونه چې د ټاو د شرکت لخوا يي چارې پرمخ وړل کیږي د هوایی ډګرونو د نړۍوالې شورا  لخوا د هوایی ډګرونو د  خدماتو کیفیت برنامې په چوکاټ کې د دوی په کټګورۍ کې د "غوره هوایی ډګر"  جایزه ورکړل شوه.

سټار ورځپاڼې "تورکیه د زلزلې سره سره د سیلانیانو راجلبولو ته دوام ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سیاحتي‌ نماینده ګیو  د ټولنې د مدیره هیئت رئیس فیروز باغلي‌ قایا  ټینګار وکړ ، تورکیه  په دودیز ډول د سیاحت ترټولو لوړ ظرفیت لري.  په اروپا کې "د آلمان، روسیې، انګلستان، پولنډ  او هالنډ  نه تر ټولو ډیر ګرځندویان تورکیې ته راځي. تورکیې د زلزلې سره سره د ګرځندویانو پاملرنه د لاسه نده ورکړې.



اړوند خبرونه