د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1954120
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې " چاووش اوغلو لخوا په جي شل  سازمان کې د هر اړخیزو اصلاحاتو په اړه پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ، پرون د هندوستان په پلازمینه نوی ډیلي کې د جي شل سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا او روغتیا نړۍوال سازمان اړوند نړۍوالو سازمانونو سربیره د سوداګرۍ نړۍوال سازمان په څیر نړۍوال اقتصادي سازمانونه هم جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري. پدې برخه کې باید هر څه ګړندي ګامونه اوچت شي.

 

د وطن ورځپاڼې " د جي شل  غونډه، د زلزلې قربانیانو ته د درناوي په موخه د یوې شیبې چوپتیا سره پيل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جي شل سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه چې پرون د هندوستان په پلازمینه نوي ډیلي کې جوړه شوې وه ، د فبروري په شپږمه نيټه رامنځته شوي د قهرمان ماراش د زلزلې قربانیانو ته د درناوي سره پيل شوه.

 

د حریت ورځپاڼې " د دفاع وزیر د کروشیا د دفاع وزیر سره لیدنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، تیره ورځ د کروشیا د دفاع وزیر ماریو بانوزیچ سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د دفاعي او امنیتي مسئلو په اړه خبرې وشوې او تبادل د نظر وشو.

 

د صباح ورځپاڼې " انتالیا ولایت د ګرځندوی په برخه کې یو ځل بیا په لومړي کتار کې ځای ونیو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انتالیا ولایت چې په مدیترانه کې د ګرځندوی په برخه کې په لومړي کتار کې ځای لري د روان میلادي کال د جنوري د لومړۍ او فبروري د ۲۸ مو نیټو ترمنځه یواځې د هوا له لارې د راغلو ۴۵۰ زره ۲۸۳ ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. د ویلو ده چې دا رقم د ګرځندوی په برخه کې د سیزن د پيل پر مهال تر ټولو لوړ رقم دی.

 

د سټار ورځپاڼې " اسرائیل ، تورکیې ته ترجیح ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې نه اسرائیل ته د ناشکن او شیشه يي توکو صادرات د ۴۰۰ میلیونو ډالرو نه اوښتي دي . د ویلو ده چې یو زیات شمیر تورکي شرکتونه ددې رقم د لا لوړولو او نوو مشتریانو او بازارونو د موندولو په موخه اسرائیل ته سفر کړی دی.



اړوند خبرونه