د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "د ولسمشر اردوغان څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیې د ۲۰۲۲ کال تورم یا انفلاسیون کچه د مینځنۍ مودې هدف څخه ټیټه ده. اردوغان پرون په پلازمینه انقره کې وویل "په راتلونکو میاشتو کې به د تورم یا انفلاسیون کچې د لا زیاتو ټیټیدو شاهدي په ګډه وکړو."
حریت ورځپاڼې "د چاووش اوغلو لخوا د سوریې په اړه مهمې څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې، سوریې او تورکیې د درې اړخیزې غونډې په اړه د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه به د جنورۍ په دویمه نیمايي کې جوړه شي.
د صباح ورځپاڼې "سوپرسونیک قزل ایلما راروانه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د بایکار ټیکنالوژۍ مشر سیلجوق بیرقدار د قزل ایلما بې پیلوټه جیټ الوتکې په اړه یو نوی ښه خبر ورکړ .هغه وویل "قزل ایلما به د جنګي الوتکو سره مبارزه وکړي. مونږ حتی د سوپرسونیک ډول جوړولو په اړه فکر کوو چې کولای شي له غږ پورته الوتنه وکړي."
وطن ورځپاڼې "له تورکیې لخوا په بلغاریا د طبیعي ګاز پلور" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې او بلغاریا ترمنځ د همکارۍ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې به یې په کال کې نږدې ۱.۵ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز بلغاریا ته انتقال شي.
سټار ورځپاڼې " تورکیې په ۲۰۲۲ کال کې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو ګلان صادر کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د زینتي بوټو او محصولاتو سکتور تیر کال شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر په ارزښت ۸۵ هیوادونو ته صادرات کړي.