د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1927063
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

صباح ورځپاڼې  "د صادراتو په برخه کې د تورکیې جمهوریت  په تاریخ کې ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل "د نړیوالو ستونزو سره سره په ۲۰۲۲ کال کې زمونږ صادرات د تیر کال په پرتله ۱۲.۹ سلنه زیات شوي او ۲۵۴.۲ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. دا شمیره زمونږ د جمهوریت په تاریخ کې یو ریکارډ دی."

حریت  ورځپاڼې "د نړۍ سترګې په ۲۰۲۳ کال کې تورکیې ته اوښتي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ورځو کې د نړۍ سترګې تورکیې ته اوښتي دي . فورین پالیسي  ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان په اړه یوې تبصرې ته ځای ورکړی دی. پدې تبصره کې  چې د تورکیې ټاکنو ته یې هم پراخ پوښښ ورکړی، راغلي دي

ې  "اردوغان د ۲۰۰۲ کال ټاکنې وګټلې، په ۲۰۰۳ کال کې لومړی وزیر شو او له هغه وخت راهیسې په انقره کې تر ټولو مهم سړی دی." ورځپاڼې لیکلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې هم د ټولو سترګې تورکیې ته اوښتي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  " په کلني عاید کې له نړۍ څخه خپه واړله" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تیر کال د ونډو په نړۍوالو بازارونو کې پانګه والو ته تر ټولو زیات عواید د استانبول  ونډو بازار ترلاسه کړي دي. پداسې حال کې چې د BIST 100 شاخص په 2022 کې ۱۹۶ عشاریه ۵۷ سلنه زیاتوالی موندلی، د دې نږدې سیال ارجنټاین S&P Merval   بیا ۱۳۵ عشاریه ۲۸ سلنه زیاتوالی موندلی. تېر کال د امریکا، چین او اروپا په لویو سټاک بازارونو کې پانګه والو  تاوانونه تجربه کړي دي.

د سټار ورځپاڼې  "انتالیا ولایت ۲۰۲۳ کال ډیر ښه پیل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د انتالیا ولایت  په ۲۰۲۲ کال یواځې د هوا  له لارې  د راغلو د ۱۳ میلیونو  څخه زیاتو ګرځندویانو سره کوربه توب کړی وو. همداشان انتالیا ولایت ته د  ۲۰۲۳ کال  په لومړۍ ورځ د ۶۴ الوتکو سره ۹زره ۲۷ تنه  سیلانیان راغلي دي. آلماني سيلانيان چې تېر کال تر ټولو زيات دغه ښار ته راغلي وو، په لومړۍ ورځ د روسي سيلانيانو ځای ونیو.

د وطن ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر په ۲۰۲۲ کال کې په اروپا کې تر ټولو د مصروف هوايي دګر د لست په سر کې ځای ونیو" د سرلیک لاندې لیکلي دي

د اروپا د هوايي سیروسفر او خوندیتوب سازمان ایروکنټرول د شمیرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د استانبول هوايي ډګر په اوسط ډول د ورځې په ۱۱۵۶ الوتنو سره د اروپا تر ټولو مصروف هوايي دګر په لست کې په لومړي سر کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه