د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " اردوغان متحده عربي اماراتو سره د خواخوږۍ په خاطر دې هیواد ته سفر وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو د پخواني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې له امله ابوظبۍ ته ولاړ. اردوغان د خواخوږۍ په خاطر په ترسره کړي د سفر په چوکاټ کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر او د ابوظبۍ له امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل.
ينې شفق ورځپاڼې " بیرقدار ټي بي ۲ په اوکراین کې لوبه بدله کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې په وسلو سمبال بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو د روسیې لخوا نږدې ۳ میاشتې مخکې په د اوکراین د پیل کړي برید او جګړه کې د اردو په دفاعي لیکه کې خپل موجودیت ته دوام ورکوي . برتانوي رسنیو ویلي چې د روسیې پوځ د بیرقدار ټي بي دوه په وسلو سمبال الوتکو په اړه ویلي دي چې دې الوتکو د جګړې د پيل راهیسې پر روسي ځواکونو تر ۸۰۰ ډیر بریدونه کړي چې د روسیې پوځ يي پزه راوستی او ددې بریدونو نه شکایت کوي.
د وطن ورځپاڼې "د سویډن او فنلینډ څخه د ترکیې په اړه څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
په داسې حال کې چې د فنلنډ ولسمشر ساولي نیینستو وویل "موږ باور لرو چې د ترکیې سره به ستونزه حل کړو" د سویډن لومړۍ وزیرې مګدالینا اندرسن هم په ناټو کې د خپل هیواد د غړیتوب او د ترکیې د غبرګون په اړه، وویل چې "موږ چمتو یو چې د ترکیې سره په خبرو اترو کې هره ستونزه حل کړو".
صباح "ترکیه د غواګانو او پسونو په شمیر کې د اروپایي اتحادیې هیوادونو څخه مخکې شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د اروپا د احصایې دفتر د معلوماتو له مخې، ترکیه د پسونو او غواګانو په شمیر کې د اروپایي اتحادیې هیوادونو په پرتله مخکښ هیواد دی.
د سټار ورځپاڼې "روسانو د لومړي ځل لپاره په لومړي کتار کې ځای نیولی" د سرلیک لاندې لیکلي دي، روسیې وګړو په ترکیه کې د غیرې منقول اموالو په رانیولو کې په ترکیه کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی. د روان کال د اپریل په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله روسانو په ترکیه کې ۱۸۶ عشاریه ۶ سلنه ډیر کورونه رانیولي دي. د اپریل په میاشت کې روسي وګړو ۱۱۵۲ کورونه پیرودلي دي چې پدې ډول په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.