د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1828024
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

سټار ورځپاڼې ( د ترکیې او الجزایر ترمنځ ۱۵ تړونونه لاسلیک شول ) د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون چې پلازمینې انقرې ته په رسمي سفر راغلی دی ، د کانونو، چاپیریال، پوهنې، کلتور او د دفاعي صنایعو په برخو کې ۱۵ تړونونه لاسلیک کړل چې د ترکیې او الجزایر ترمنځه د اړیکو د لا پیاوړتیا سبب وګرځي.

 

خبر ترک ورځپاڼې  "اردوغان: موږ نشو کولی چې د ناټو په سازمان کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب ته 'هو' ووایو" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د تروريزم په وړاندې د فنلنډ او سويډن چلند چې غواړي د ناټو غړي شي، څرګنده نه دی  او زیاته يې كړه چې پر دې سربېره موږ هغو كسانو ته چې پر موږ بنديزونه لګوي، هو نه شو ويلاى.

 

حریت ورځپاڼې ( سټولټنبرګ، د ترکیې امنیتي اندېښنې باید حل شي ) د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ؤ د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ټیلیفوني خبرې وکړې. سټولټنبرګ له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل، ترکیه یو ارزښتناک متحد دی او هر ډول امنیتي اندېښنې باید حل شي.

 

ینې شفق ورځپاڼې  "سویډن د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

په سویډن کې د بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK په ملاتړ مظاهرې دوام لري، پرون د پلازمېنې سټاکهولم په تر ټولو مشهور جاده  کنګسګاتان کې د PKK ترهګریز سازمان جنډ ځړول شوی و. دا مظاهرې د پولیسو تر کنټرول لاندې ترسره شوې او پولیسو يي پر وړاندې هیڅډول غبرګون ونه ښود.

 

سهار: "انادولوجیټ میلان برګوما  ته الوتنې پیل کړې" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

 

د ترکش ایرلاین (THY) فرعي برانډ انادولو جیټ د استانبول صبیحا ګوچن هوایی ډګر څخه د ایټالیا میلان برګامو هوایی ډګر ته الوتنې پیل کړې. الوتنې به په اونۍ کې ۷ ورځې ترسره شي.



اړوند خبرونه