د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "د چاووش اوغلو لخوا د فنلنډ او سویډن بیان: موږ د دوی پر خلاف یو ځکه چې دوی د ترهګرۍ ملاتړ کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د جرمني په پلازمېنه برلین کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل «موږ په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب مخالف یو. ځګه چې دوې د ترهګرۍ او ترهګرو ملاتړ کوي.
خبرټرک ورځپاڼې "د ترکیې په اړه د ناټو د عمومي سر منشي سټولټنبرګ بیان" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سویډن او فنلنډ د احتمالي غړیتوب په اړه وویل، ترکیه زموږ یو مهم متحد دی، ترکیې ځینې اندېښنې څرګندې کړې او زه ډاډه یم چې په ناټو کې د تل په څېر د اندېښنو په صورت کې به موږ ګډې لارې پیدا کړو. "
سټار ورځپاڼې "د ترکیې ملي استخباراتو لخوا په کوباني کې عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ملي استخباراتو سازمان (MIT) د سوریې په عین العرب (کوباني) سیمه کې د PKK ترهګریز سازمان د غړي اکرم اوستیک مشهور په خیري د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې په پټ شوي پټنځای کې له منځه یوړ.
ینې شفق ورځپاڼې "د روسیې د سیاحتي نماینده ګیو اتحادیې څخه د رخصتۍ لارښود: ترکیه بې ساري ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په مقاله کې چې د روسیې د ټور آپریټرانو اتحادیې (ATOR) لخوا شریکه شوې، ویل شوي چې ترکیې خپل سیالان د فرصتونو په وړاندې شاته پریښودل. د "غوره" کلمه د روسیې د سیلانیانو په وړاندې د چلند لپاره کارول کیده.
د حریت ورځپاڼې ” سترې سیاحتي کښتۍ په بوډرم کې لنګر واچو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي
'فلاینګ فاکس'، چې ویل کیږي د نړۍ تر ټولو اوږده ۲۲ مه بېړۍ ده، د موغلا ولایت د بودرم ولسوالۍ په ساحل کې لنگر اچولی دی. دا معلومه نه ده چې دا کښتۍ ده .