د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1761327
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو : ترکیه د قزاقستان ترڅنګ ولاړ دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د قزاقستان په اړه خپلو څرګندونو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ترکیه د خپلو ټولو امکاناتو سره د قزاقستان نه ملاتړ کوي‌ او ترڅنګ يي ولاړ دی. ددې هیواد لپاره خپلو ټولو امکاناتو سفربر کولو ته چمتو یو.

 

د حریت ورځپاڼې " د دفاع وزیر : ۲۲ تنه ترهګر له منځه یوړل شول " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې  د پي کاکا ترهګري سازمان او ددې سازمان د څانګو پر خلاف مبارزې ته به دوام ورکړو. هغه د ترکیې د شانلي‌ اورفا ولایت د اقچه قلعه په ولسوالۍ کې د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوي‌ ماین په چاودنه کې د شهید شوو ۳ تنو سرتیرو ته په اشارې سره وویل چې ترهګرۍ پر خلاف زمونږ مبارزې په ډیره قوي‌ توګه د پوره عزم او ارادې سره دوام لري. ددې پيښې نه وروسته مو د پي کاکا او ددې ترهګري‌ سازمان پر څانګو ډیر مرګوني‌ ګوزارونه ورکړل او دا عملیات به دوام وکړي. هغه وویل چې پدې عملیاتو کې مو ۲۲ تنه ترهګر وژلي‌ دي‌ او دوې ته د ښې جزا ورکولو عملیات به د خپل ټول شدت سره دوام وکړي.

 

د سټار ورځپاڼې " جرمني‌ ته په صادراتو کې ریکارډ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیې تیر کال تر ټولو زیات صادرات جرمني‌ ته کړي‌ دي. په ۲۰۲۱ کال کې جرمنی‌ ته د ترکیې صادرات د کلني‌ انډکس له پلوه ۲۲ عشاریه ۹ سلنې په لوړیدو سره ۱۷ میلیارده ۷۰۵ عشاریه ۴ میلیونه ډالرو ته رسیدلي‌ دي. دا جرمني‌ ته د ترکیې د صادراتو په برخه کې ریکارډ دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکیې نه پنځو هیوادونو ته الوتنې له سره پيل شوې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د هیواد د ملکي‌ هوايي چلند او هوانوردۍ ریاست د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ او تدابیر په چوکاټ کې سویلي افریقا، بوتسوانا ، موزمبیق، نامبیا او زیمبابوې ته درولې الوتنې له سره د پیلولو پریکړه وکړه.

یادې شوې ادارې ویلي‌ دي‌ چې نوموړو هیوادونو ته الوتنې د جنوري‌ د لسمې نیټې نه په اعتبار سره پیل کړی‌ دي.



اړوند خبرونه