د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د بتلیس ولایت نه غمناک خبر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت وویل چې پرون د ترکیې د بینګول ولایت نه د بتلیس د تاتوان ولسوالۍ پر لورې روانه پوځي چورلکې د بتلیس ولایت د تاتوان د ولسوالۍ په اطرافو کې ولویده. پدې پيښه کې ۱۱ تنه پوځیان شهیدان شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پيښې په اړه د دفاع وزیر خلوصي اکار نه معلومات واخیستل. ولسمشر اردوغان ددې پيښې شهیدانو ته د االله د دربار څخه د رحمت او ټپیانو ته عاجلې شفاء او د شهیدانو کورنیو، ترکیې وسله والو ځواکونو او ترک ملت ته د صبر غوښتنه کړې ده .
د حریت ورځپاڼې « د رخصتیو لپاره ترجیح تغیر ندی کړی. محدودیتونه لرې شول او په ترکیه کې ریزرویشنونه ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې ویلي دي چې په ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په اړه د لګول شوو محدودیتونو د لرې کیدو سره سم ډیر روس ګرځندویانو د رخصتي تیرولو لپاره ترکیې ترجیح ورکړې ده .
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د انګلستان د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې هم پدې اړه ترکیې ته ښه زیری ورکړی وو.
د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د اقتصادي همکاریو د تشکیلاتو د مشرانو ۱۴ مې غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه . ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې د کرونا ویروس پراخه وبا نن ورځ په یو نړۍوال فلاکت بدل شوی دی او ددې فلاکت پر خلاف قوي مبارزه د قوي همکارۍ او همغږۍ سره د امکان وړ ده.
ولسمشر اردوغان وویل چې دا مبارزه په ګډه د قوي مبارزې سره ګټلی شو. ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې پر ایران د لګیدولو یو پلوه بندیزونو نه هم یادونه وکړه. هغه وویل که چیرې پدې هیواد لګیدلي دا یو پله بندیزونه لرې کړی شي دا به ددې هیواد د وګړو د هوساینې پروړاندې پراته ټول خنډونه لرې کړي.
د وطن ورځپاڼې « انادولو ایفس لاسته راوړنو ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکش ایرلاین د باسکتبال د اروپا د لیګ په ۲۷ مه اونۍ کې د انادولو ایفس لوبډلې د اسپانیا هیواد لوبډلې والینسیا باسکیت ته يي د ۸۳ په مقابل کې د ۹۹ سره ماتې ورکړه.
پدې ډول انادولو ایفس پدې سیالیو کې خپل ۱۶ م بری لاسه کړی .
د سټار ورځپاڼې « د دفاعي صنایع په برخه کې د ترکیې یو بل مهم بریالیتوب » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع شرکت نورول تکنالوژي د یو ډول ځانګړي ګرد نه په استفادې سره زغر تولید کړی دی.