د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1594688
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « چاوش اوغلو : د مصر سره د سمندري صلاحیت په برخو کې مذاکراتو ته چمتو یو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د سمندري صلاحیتونو په  برخه کې د مصر سره اړیکو ته په کتو سره کیدای شي چې مذاکرات وکړو. همداشان ددې امکان شتون لري چې په راتلوونکې کې د مصر سره تړون هم لاسلیک کړو.

د وطن ورځپاڼې « فواد اوکتای : په روانه اونۍ کې به ۲۰ زره ډوزه واکسین شمالي قبرس ته ولیږو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای تیره ورځ د شمالي قبرس ترک جمهوریت د لومړي وزیر ایرسان سانر سره د لیدنې نه وروسته ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ. اوکتای وویل چې په روانه اونۍ کې به شمالي قبرس ترک جمهوریت ته د کرونا ویروس ۲۰ زره ډوزه نور واکسین هم ولیږو. پدې ډول قبرس ته د استولي واکسین شمیره ۱۰۰ زرو ډوزو ته رسیږي.

د سټار ورځپاڼې « د پې کا کا ترهګري سازمان ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکول کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د وسله والو ځواکونو لخوا د پې کاکا ترهګري سازمان او څانګو پر خلاف يي عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.

په روانو عملیاتو کې یواځې د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې د هیواد دننه او بهر ۱۲۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې زغروال موټر کوبرا ۲ تر ټولو خطرناکو دندو ته اماده دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو د زغروالو موټرو تولیدونکي شرکت اوتوکار د ماینونو ضد د کوبرا ۲ زغروال موټر د جوړولو سره امنیتي ځواکونو د پياوړتیا په برخه کې یو ډیر مهم ګام اوچت کړ. دا زغروال موټر د پخوانیو ماډولو په پرتله لا قوي او په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی.

د حریت ورځپاڼې « د ایټالیا تر ټولو مشهورې مجلې د ترکیې نامتو شپیلۍ غږونکي استاد بولنت اوجیل په اړه مقاله خپره کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د دولتي ارکستر مشر او نامتو شپیلۍ غږونکی بولنت اوجیل د ایټالیا د مشهورې مجلې فولوت په پوخ کې ځای نیولی او د هغه په اړه يي مهمه مقاله خپره کړې ده .

یادې شوې مجلې د هغه سره مرکه هم کړې او د هغه مرکه يي هم خپره کړې ده . د هیواد نامتو شپیلۍ غږونکې ویلي دي چې په برازیل، امریکا او ایټالیا په څیر په یو زیات شمیر هیوادونو کې ډیرې مهمې جایزې ترلاسه کړي دي.

پدې هیوادونو کې مهم کنسرتونه اجراء کړي دي او ډیر زیات بریالیتوبونه يي ترلاسه کړي دی.



اړوند خبرونه