د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1593934
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د بشري حقونو کاري پلان اعلان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د بشري حقونو د کاري پلان د اعلانولو په غونډه کې وویل چې دا پلان د نوي لیدلوري، خپلواکه وګړي، پياوړې ټولنه او لا ډیموکراتیک یو ترکیې په خاطر جوړ شوی دی. زمونږ دا پلان د ۱۱ اساسي اصلونو سره پيلیږي . ددې بهیر په پای کې ۹ موخې، ۵۰ هدفونه، ۳۹۳ فعالیاتونو اړوند یو سند رامنځته شو. دا پلان به په راتلوونکو دوو کلونو کې تطبیق کړی شي.

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې مرسته او ملاتړ به هیڅکله هم هیر نکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اذربایجان د کولتور وزیر انار کریموف وویل چې ورور هیواد ترکیې زمونږ سره یواځې د قره باغ په مسئلې او جګړه کې نه بلکې د تاریخ په اوږدو کې تل مرسته کړې ده . ترکیې سل کاله مخکې په قفقاز کې د اسلامي پوځ سره اذربایجان او باکو د اشغال نه ژغورلی وو. نن مونږ قره باغ هم د ترکیې په مرسته او ملاتړ د اشغال نه وژغوره.

هغه وویل چې د ترکیې او ترکیې ورور ملت نه مننه کوو. ددوې دا مرستې او ملاتړ به هیڅکله هم هیر نکړو.

د وطن ورځپاڼې « د روان کال د فبروري په میاشت کې تر ټولو ستر صادرات شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیکجان وویل چې د روان کال د فبروري په میاشت کې صادرات ۹ عشاریه ۶ سلنې په ډیریدو سره ۱۶ میلیاردو ۱۲ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي.

د صباح ورځپاڼې « د ترکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکې د امریکا په رسنیو کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په رسنیو کې په ځانګړې توګه  د ترکیې په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکې  د چا خبره هره ورځ خبرونه نشریږي او د ټولو توجه يي ځان په لورې اړولې ده . دا ځل د امریکا په رسنیو کې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه خبر خپور شوی دی. د امریکا د ډیفنس نیوز ورځپاڼې او مجلې د ترکیې د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه ډیر مهم خبر او لیکنې خپرې کړې دي.

د حریت ورځپاڼې « د استانبول هوايي ډګر کې په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د هوايي سیروسفر د امنیت تشکیلاتو ایرو کنټرول د فبروري د ۲۲ او ۲۸ نیټو ترمنځه د الوتنو د ټرافیک د راپور له مخې د استانبول هوايي ډګر د ورځې په اوسط ډول د الوتنو په برخه کې په اروپا کې تر ټولو زیاتو الوتنو د کوربه هوايي ډګر په توګه په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.

د ایرو کنټرول د شمیرو له مخې د استانبول د هوايي ډګر نه هره ورځ  په اوسط ډول د ورځې د ۵۰۱ الوتنې سره په لومړي کتار کې ځای نیولی دی.



اړوند خبرونه