د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : تر کنټرول لاندې محدودیتونه لرې کوو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د وزیرانو د شورا نه وروسته خبري غونډې ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د هیواد ۸۱ ولایتونه د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ته په کتو سره په څلورو کټګوریو ویشل شوي دي.
ټیټ خطر، متوسط خطر، خطر او لوړ خطر. د مارچ د میاشتې د دویمې نیټې نه په اعتبار سره په ټولو هغه ولایتونو کې چې ټیټ او متوسط خطر په کټګورۍ کې ځای لري لګول شوي محدودیتونه ټول لرې شول. همداشان د خطر او لوړ خطر په کټګورۍ کې قرار نیوونکو ولایتونو کې به یواځې د یکشنبې په ورځ بندیز دوام وکړي .
د صباح ورځپاڼې « د مالیې وزیر لخوا د اقتصادي ودې په اړه ارزونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې اقتصاد په ۲۰۲۰ کال کې یو عشاریه ۸ سلنه وده کړې ده . همداشان د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ ربع کې د ترکیې اقتصاد ۵ عشاریه ۹ سلنه وده کړې ده .
د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر لطفي ایلوان د احصایې ادارې لخوا د اقتصادي ودې په اړه د خپرو شوو ارقامو په اړه وویل چې ترکیه د نړۍ د نادرو هیوادونو نه یو دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د پراخې وبا ناروغۍ سره سره اقتصادي وده کړې ده .
د خبرترک ورځپاڼې « په ترکیه کې جوړه شوې تر ټولو ستره برښنايي کښتۍ په ناروۍ کې په بریالیتوب سره وازمایل شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د ناروې سفیر وویل چې په ترکیه کې تولید شوې د نړۍ تر ټولو ستره برښنايي کښتۍ د ناروۍ په سمندرونو کې په بریالیتوب سره وازمایل شوه.
د ناروې سفیر په اړه په خپور کړي پیغام کې د نوموړې کښتۍ ویدیو هم خپره کړې ده .
د سټار ورځپاڼې « د فرانسوي توکو د بایکاټ کمپاین مثبت تاثیرات کړي : د ترکیې نه مننه» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسلامي علماو نړۍوالې ټولنې غړي شیخ صغیر وویل چې د فرانسوي توکو پر وړاندې د بایکاټ کمپاین ډیرې مثبتې اغیزې کړي دي. هغه د ترکیې او پاکستان د حکومتونو لخوا پدې اړه د اوچتو کړو ګامونو او غبرګونو له امله مننه وکړه.
د وطن ورځپاڼې « د سالدا جهیل د نړۍوالو میراثونو په لست کې د داخلولو په خاطر یونسکو سازمان ته وړاندیز » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بودور ولایت د یشیل اوا په ولسوالۍ کې د سالدا جهیل د نړۍ د طبعي میراثونو په لست کې د شاملولو په خاطر د ملګروملتونو د یونسکو سازمان ته وړاندیز شوی دی. پدې وړاندیز کې ددې جهیل په حفاظت ټینګار شوی دی. همداشان په وړاندیز کې ویل شوي دي چې دا جهیل د ایکولوژیک او علمي تحقیقاتو له پلوه ځانګړی اهمیت لري.