د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1511518
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ترکیې د شرناق په ولایت کې د خپل ګوند په اومه فوق العاده کانګره کې وینا وکړه. ولسمشر اردوغان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه اوربند یو ځل بیا د ارمنستان لخوا د ماتولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان وویل چې اوربند اعلان شو خو د ارمنيانو لخوا یو ځل بیا مات شو. پداسې حال کې چې هر څه په ډاګه دي خو لویدیځه نړۍ اوس هم  چوپه خوله ناستې ده. کله چې ترکیه غږ اوچت کړي وايي چې وګورو ترکیه چوپه نه کیني. هو مونږ هیڅکله چې چوپه خوله پاتې کیدای نشو.

د حریت ورځپاڼې « د ترکیې لخوا یونان ته سخت ځواب » د سرلیک لاندي لیکلي دي، ترکیې د یونان د بهرنیو چارو وزارت  د هغه ادعا په اړه چې ویلي دي ترکیې  په ایژې او مدیترانه کې  د پلټنو او ژغورنو د مسئولیت ساحې د پراخولو سره تیری کړی سخت غبرګون وښود او وویل چې دا بې بڼسټه څرګندونې او ادعاګانې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي اقسوی وویل چې د پلټنو او ژغورنو د سیمې پراخول حاکمیت نه بلکې د خدماتو ساحه ده. د انسانانو د ژوند د ژغورنې او د هغوې نه حفاظت په اړه کې اوچتیدونکي ګامونه د حاکمیت اخلال ندی. د یونان دا څرګندونې او ادعا‌‌ء د حقوقي او انساني ملاحظاتو نه لرې اقدام دی.

د وطن ورځپاڼې « چاوش اوغلو د شمالي قبرس ترک جمهوریت نوي ټاکل شوي ولسمشر ته مبارکي وویله » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خپل ټویټر پاڼې له لارې د شمالي قبرس ترک جمهوریت نوي ټاکل شوي ولسمشر ایرسین تاتار ته مبارکي ویلې ده . هغه ویلي دي چې د ترکانو د هوساینې، ترقۍ، امنیت او پراختیا لپاره به ټول په ګډه کار وکړو. په ختیځه مدیترانه کې به د شمالي قبرس ترک جمهوریت د مشروع حق او ګټو نه ټول په ګډه توګه دفاع وکړو.

د صباح ورځپاڼې « ځايي او ملي تحت البحري روبوت د کشف په دنده پيل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې ځايي او ملي تحت البحري روبوت کشفي دنده د فاتح د سروې او انرژۍ د پلټون په کښتۍ کې په دنده پيل وکړ. د انرژۍ وزیر ویلي دي چې د ترکیې ځايي او ملي تحت البحري روبوت په فاتح کښتۍ کې په دندې پيل وکړ. دا روبوت به په سمندرونو کې زمونږ نوې لاس او سترګې شي. په سمندرونو کې د پلټون چارو ویدیويي فلمونه به شیبه په شیبه د قومندۍ مرکز ته ټرانسفر کوي او میخانیکي دنده به هم ترسره کړي.

د سټار ورځپاڼې « د جرمني په رسنیو کې د ترکیې د ځايي او ملي موټر ستاینه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني د مهمو ورځپاڼو نه هندلز بلات په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې ترکیي د ملي او ځايي برښنايي موټر د تولید سره خپل تیسلا تولید کړ. ترکیې د خپلو ملي توکو په لست کې موټر هم اضافه کړ. په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د موټر قیمت د رقابت په اساس ټاکل کیدل به د جرمني په بازارونو کې هم د ځان لپاره ځانګړی ځای پيدا کړي



اړوند خبرونه