د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې لخوا د جو بایدن پر خلاف ډیر سخت غبرګون : جهالت، کبر او دوه مخي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په امریکا متحده ایالتونو کې د نوامبر په دریمه نیټه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ ستر رقیب او د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن د روان میلادي کال د جنوري په ۱۶ مه نيټه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ادیتورانو سره په ترسره کړې مرکه کې چې ویدیو يي پدې وروستیو کې په رسنیو کې خپره شوې ده د ترکیې په اړه کړو څرګندونو د ترکیې ډیر سخت غبرګون پارولی دی. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د ترکیې په اړه د بایدن د څرګندونو په اړه په غبرګون کې وویل چې " د ترکیې په اړه د بایدن اظهار د نظر او ارزونې د جهالت، کبر او دوه مخۍ نه بل څه ندي. "
د سټار ورځپاڼې « ترکیې یو ځل بیا سمندري خبرداری اعلان کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوږدې مودې راهیسې په ختیځه مدیترانه کې په فعالیت بوخته د ترکیې د یاوز په نامه د انرژۍ د استخراج کښتۍ د فعالیتونو لپاره یو ځل بیا سمندري خبرداری اعلان کړ. د یاوز په نامه د کښتۍ چارې چې اوس هم دوام لري د سپټمبر تر ۱۵ مې نیټې وغځول شوې. ویل کیږي د یاوز کښتۍ د قبرس په سواحلو کې د هیدروکاربن د پلټون چارو ته دوام ورکوي. ترکیې په سمندري خبرداری کې اعلان کړی دی چې د ټولو کښتیو نه د یاوز کښتۍ د فعالیت سیمې ته د نه ننوتو خبرداری ورکړی دی.
د حریت ورځپاڼې « په مدیترانه کې سپر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د فرانسې او سویلي قبرس روم ادارې ترمنځه په دفاعي برخو کې د همکاریو د تړون په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د یونان یوې پوځي کښتۍ په مدیترانه کې د ترکیې د اوروچ رئیس په تحقیقاتي کښتۍ د تیري د تشبث نه وروسته سمدلاسه د ترکیې د کمال رئیس په نامه پوځي کښتۍ مداخله وکړه او یوناني کښتۍ تیښتې ته اړ شوه. داځل د ترکیې د کمال رئیس پوځي کښتۍ د قبرس کې د بارباروس خیرالدین پاشا د کښتۍ سره ملګرتیا پيل کړه.
د ینې شفق ورځپاڼې « ماکرون په اروپا کې یواځې پاتې شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، فرانسې په ختیځه مدیترانه کې د یونان نه د ملاتړ او ترکیې پر خلاف د اروپايي ټولنې د هڅونې په خاطر پر ټولنې د فشارونو راوستو سره سره یو ځای پاتې شو او د ټولنې نه يي لازم ملاتړ ترلاسه نکړ.
پدې مسئله کې فرانسه او یونان دواړه یواځې پاتې شو. د فرانسې ولسمشر ماکرون د ټولو هلو ځلو سره سره اروپايي ټولنې حتا د ترکیې پر خلاف د غندنې اعلامیه هم نشر نکړه. همداشان ماکرون د جنګي کتښتیو ننداره هم د جرمني د غبرګون سره مخامخ شوه.
د صباح ورځپاڼې « ترکیه د صنایعو په تولیداتو کې په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای نیولی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د سوداګرۍ وزیرې رخسار پیک جان په مشرۍ مشورتي شورا ۱۶ مه غونډه د ویدیو کنفرانس له طریقه جوړه شوه. هغه پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې د صنایع تولیدات د ۱۷ عشاریه ۶ سلنه په ودې سره په اروپا کې په لومړني کتار کې ځای نیولی دی. هغه وویل چې ترکیې وار د مخه د روان کال په لومړۍ ربع کې د جي شل هیوادونو په منځ کې د ۴ نیم سلنه ودې سره په لومړي کتار کې ځای نیولی وو.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي نامتو امریکايي لوبغاړی امبر هیډ د رخصتۍ د تیرولو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکړې ده . نامتو هرمند چې تیره میاشت د ترکېې د موغلا ولایت د بودروم په ولسوالۍ کې تیره کړې وه اسانبول ته راغلی دی. هغه د استانبول د تاریخي نیمه ټاپو سیمې نه د لیدنې پر مهال د یو جومات نه هم لیدنه وکړه. هغه وویل چې دې شانداره ښار باندې لا زیات مین شوم. هغه د خپل سیاحت اړوند جزیات د ټولنیزې مډیا له لارې خپاره کړي دي.