د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان د ماکرون، مرکل او جانس سره غونډه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر ماکرون، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانس په ګډون څلور اړخیزه غونډه وکړه. ولسمشر اردوغان د غونډې نه وروسته خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې غونډه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او ادلب د مسئلې په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وکړې.
هغه وویل چې " نن مو د فرانسې د ولسمشر ماکرون، د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل او انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانس په ګډون څلور اړخیزه د ویدیو کنفرانس له لارې سرمشریزه وکړه. پدې سرمشریزه کې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او ادلب د مسئلې په ګډون د سوریې د روان بحران په حل لارو، د کډوالو پر مسئلې ، ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو د خبرو او غور کولو فرصت پيدا کړ."
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې پدې سرمشریزه کې مو د نوي ډول کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ګډه د حرکت کولو پر امکاناتو، د سوریې د بحران په حل لارو، ادلب ته د بشري مرستو رسولو په لارو چارو، کډوالو مسئلو، د لیبیا پر وروستيو پرمختګونو، د اروپايي ټولنې پر وضعیت او د ترکیې او اروپايي ټولنې پر اړیکو خبرې او غور وکړ.
د صباح ورځپاڼې " ترکیې د ۶ نورو هیوادونو پر مخ هم هوايي پولې وتړلې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې د انګلستان، ایرلنډ، سویس، سعودي عربستان، مصر او متحده عربي اماراتو پر مخ هوايي پولې وتړلې. پدې ډول ترکیې د ۲۰ هیوادونو پر مخ خپلې هوايي پولې وتړلې.
د حریت ورځپاڼې " پداسې حال کې چې کرونا ویروس ټوله نړۍ د اغیزو لاندې نیولې ده د رخصتۍ لپاره ترکیې ته ترجیح ورکول کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د سیاحتي نماینده ګیو ټولنې په ټوله نړۍ کې د نوي ډول کرونا ویروس د تهدید له امله د رخصتۍ لپاره تر ټولو خوندي او ډاډمند هیواد ترکیه اعلان کړی دی.
یاد شوې ټولنې ویلي دي چې روسي ګرځندویانو د کرونا ویروس د تهدید له امله د رخصتۍ تیرولو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي.
د سټار ورځپانې " ترکي شرکت د چین د درملو جوړولو ستر شرکت سره د کرونا ویروس د واکسین په اړه هوکړه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې کارپوه پروفیسور ډاکټر اوغور شاهین د بیوتکنالوژۍ شرکت بیو ان تیچ د نوي ډول کرونا ویروس د واکسین په اړه د چین د فوسون فارما د درمل جوړولو د ستر شرکت سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دواړه شرکتونه به د واکسین د جوړولو په خاطر کلینکي ازموینې او بازار موندنې چارې په ګډه ترسره کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د ترکیې د سوند ګازو مصرف ۳ میلیارده ډالر راټیټیږي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تیلو د یو بیلر بیه د روان کال تر پایه د ۵۰ ډالرو نه د راټیټیدو له امله به په ۲۰۲۰ کال کې د ترکیې د ګازو مصرف ۳ میلیارده ډالر راټیټ شي.