د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1379480
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د وطن ورځپاڼې „ فخرالدین التون : د پوره ارادې سره او یووالي‌ سره دا پروسه پر مخ وړو “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست رئیس فخرالدین التون وویل چې  د لوړ تهدید سره د مخامخو کسانو په ګډون ټول هیوادوال د کرونا ویروس د ناروغۍ نه د ساتلو په برخه کې قوي ارده لرو. هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې  دي‌  چې ترکیې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي‌ په خاطر په خپل وخت سره د یو زیات شمیر هیوادونو پر مخ خپلې هوايي‌ او مځکنیو پولو د تړولو او تعلمي‌ موسساتو د رخصتولو په څیر د مهمو ګامونو د اوچتولو سره په ډیر بریالیتوب سره  خپله مبارزه روانه کړې ده .

د صباح ورځپانې „  د کرونا ویروس په اړه د  عدالت او پراختیا د ګوند د ویاند عمر چیلیک مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک تیره ورځ د کرونا ویروس په اړه مهمې څرګندونې وکړې. هغه وویل چې د کرونا ویروس پر وړاندې تدابیر نیول او تطبیقول د خپل ژوند، هیواد او ټول بشریت پر وړاندې زمونږ مسئولیت دی. د خپل تر ټولو نږدې کس د ژوند په اړه په اړه توجه کول په اصل کې د ټول بشریت په اړه توجه کول دي. دا امتحان باید په ګډه توګه د تدابیرو د نیولو او عملي‌ کولو سره په بریالیتوب سره پاس کړو.

د حریت ورځپاڼې «  د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د لارې د نقشې په اړه د مالیې د وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د مالیې وزیر برات البیرق وویل چې د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د اغیزو په مقابل کې پر وړاندې هر ډول چمتوالی نیول شوی دی. هغه وویل چې د هر ډول احتمالي‌ سناریو ګانو په مقابل کې د لارې نقشه جوړه شوې ده . هغه وویل چې په هیواد کې   تولیدات او استخدام  د سکتې سره د نه مخامخیدو په خاطر جدي‌ تدابیر نیول شوي‌ دي. دا مسایل زمونږ د چارو په لومړیتوب کې قرار لري. د هیواد بازارونو د انډول ساتولو په خاطر د لارې نقشه جوړه شوې ده . د هیواد اقتصادي سکتور ته د ذرې په اندازه د زیان نه رسولو په خاطر تدابیر نیول شوي دي.

د سټار ورځپاڼې « اوکراین د ترکي ډرون الوتکو په کارولو پیل وکړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي 

د اوکراین د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې نه ترلاسه کړو بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو  په استفادې يي پيل کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  نوموړې ډرون الوتکې په ډیر بریالیتوب سره ازمایلي دي.

دا ډرون الوتکې مو په ډیره چټکه الوتکه الوزولي او هر ډول ازمایښتونو تابع کړي مو دي. همداشان ددې ډورن الوتکو محاربوي روزنیز پروګرام هم پيل کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا ډرون الوتکې به د اوکراین  وسله وال پوځ لا پیاوړی او ظرفیت به يي لوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې لخوا په سوریه کې د اسد رژیم پر خلاف په پیل کړو سپرلي سپر په عملیاتو کې  د ډرون الوتکو نه په ډیر بریالیتوب سره استفاده  کولو د ټولې نړۍ پام دې ډرون الوتکو ته راګرځولی دی.

اوکراین د ترکېې نه ۶ عدده بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې پیرودلي دي چې یو څه موده مخکې  دې هیواد ته وسپارل شوې.

 


 

 



اړوند خبرونه