د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه
د وطن ورځپاڼې د `` د تركيې لخوا د دوما د بريد سخته غندنه`` تر سرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي د سوريې په شمال كې د بشار اسد د رژيم لخوا د دوما پر ښار باندې د كېمياوي وسلو د بريدونو پېښه د تركيې لخوا په كلكو ټكو وغندل شوه.
د وطن ورځپاڼې د `` د تركيې لخوا د دوما د بريد سخته غندنه`` تر سرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي د سوريې په شمال كې د بشار اسد د رژيم لخوا د دوما پر ښار باندې د كېمياوي وسلو د بريدونو پېښه د تركيې لخوا په كلكو ټكو وغندل شوه. ورځپاڼې پدې اړه د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت لخوا د خپرې شوې اعلاميې پر اساس ليكلي دي چې په نړيوال ډګر كې د كېمياوي وسلو د كارونې په برخه كې د ناپاك تاريخ خاوند رژيم، د يوې ادعا له مخې يو ځل بيا د سوريې په دوما په ښار كې كېمياوي وسله كارولې ده چې د زهري ګازو له امله يو زيات شمېر ملكي وګړو خل ژوند له لاسه وركړى دى. تركيه پدې برخه كې ژوره اندېښنه لري.
د ينې شفق ورځپاڼې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خولې ليكلي دي چې د تركيې په ختيځ كې د وان ولايت ته په ۱۵ ورځو كې ۱۶۹ زره سيلانيان راغلي دي. ورځپاڼې ليكلي دي چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختيا د ګوند د ولايتي شورا په غونډه كې د وينا پر مهال وويل چې تېر كال د وان ولايت د سيالانيانو له پلوه مهم پرمختګ كړى دى. د نوموړي په وينا يواځې له ايرانه په ۱۵ ورځو كې ۱۶۹ زره سيلانيان د وان ولايت ته راغلي دي.
د حريت ورځپاڼې بيا له كابله د لومړي وزير بنعلي ييلدرم ليدنې ته ځاى وركړى دى. ورځپاڼې ليكلي دي چې ييلدرم په كابل كې د افغانستان د اجرايي ريس عبدالله عبدالله سره تر ليدنې وروسته په ګډه خبري غونډه كې ګډون وكړ. ييلدرم څرګنده كړه چې پدې وروستيو كې له افغانستان راغلو كډوالو د تركيې لپاره لويه ستونزه رامنځته كړي. د ييلدرم په وينا د قانوني لارو راغلي كډوال زموږ مېلمانه دي خو د غير قانوني لارو راغلي كډوال تركيې ته لويې ستونزې جوړوي. ددې امله د كورنيو چارو د وزارت لخوا په دواطلبانه توګه د دوى د لېږلو پروسه دوام لري.
د صباح ورځپاڼې د تركيې د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير برات آلبيرق څرګندونو ته ځاى وركړى دى. آلبيرق چې په استانبول كې د عدالت او پراختيا د ګوند د باغچه لې اېولر د ولسوالۍ په ۶مه كنګره كې څرګنده كړه چې د تركيې ۶۰ كلن خوب د ريښتيا كېدلو په حال كې دى. ورځپاڼې ليكلي دي چې د تركيې د اتومي انرژۍ د لومړنۍ بټۍ د بنسټ ډبېره تېره ورځ كېښودل شوه. د آلبيرق په وينا د تركيې پر وړاندې د كورنيو او بهرنيو بدنيته عملياتو سره سره اوس هم په ثابتو قدمونو مخ پر وړاندې روانه ده.
د خبر ترك ورځپاڼې بيا د تركيې په سوېل كې د انتاليا د ولايت د انلانيا د ولسوالۍ د تاريخي شبې جزېرې په اړه ليكلي دي چې له دې ځايه هر كال ۲ ميليونه سيلانيان ليدنه كوي.