د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي
د صباح ورځپاڼې « اردوغان : نن د عفرین او سبا د منبیچ وار دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډیر زیات مصروفیت له امله په موغلا ولایت کې جوړې شوې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند د ښځینه څانګې پنځمې کانګره کې ګډون ونشو کولی خو لیکلی پیغام واستوه.
ولسمشر اردوغان پدې پيغام کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې د ترکیې ملت په هر څه ډیر ښه اګاه او پوه دی او حقیقت يي په خپلو سترګو لیدلی دی. د همدې امله د کلونو کلونو راهیسې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نه ملاتړ ته دوام ورکوي. ولسمشر اردوغان په پیغام کې زیاته کړې ده چې « مونږ د خپل استقلال او استقبال په خاطر هر څه په غاړه اخیستی دي. مونږ خپلې مبارزې ته هم په همدې چوکاټ کې دوام ورکوو. د ترکیې وسله وال پوځ نن د سوریې په عفرین کې دی سبا د منبیچ وار دی. سبا به منبیچ ته لاړ شي. بله ورځ به د فرات سیند تر ختیځه او د عراق تر پولو پورې ټولې سیمې د ترهګرو د شرنه وژغورو. . پدې خبره دې هر سړی ډیر ښه پوه شي چې د ترکیې د شهیدانو د هر څاڅکې وینې پوښتنه به وشي او غچ به يي واخیستل شي. ددوې دا فداکاري به هیڅوخت هیره نشي. »
د حریت ورځپاڼې « لومړی وزیر ییلدرم : عفرین سیمه به حقیقي خاوندانو ته وسپارو» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم وویل لکه څرنګه چې مو د فرات ډال د پوځې عملیاتو ته په سوریه کې باامنه سیمه جوړه کړې وه داځل به د زیتون څانګې د روانو عملیاتو سره عفرین سیمه اصلي خاوندانو ته وسپارو. لومړي وزیر ییلدرم دا څرګندونې په موغلا ولایت کې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند غونډې ته وکړې.
لومړي وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل چې « د ترکیې وسله وال ځواکونه د سوري او عراقي ورورنو په ټپونو د پټۍ د ایښودو او د هغوې د درد او غمونو د کمولو په خاطر هلته تللي دي. عفرین به اصلي خاوندانو عربانو، کوردانو، ترکمنانو او په ظلم لیدولو ورونو ته وسپارو. مونږ به هلته د مظلومانو په ټپو د مرحم پټۍ کیږدو او د ظالمانو د پنجو نه به يي وژغورو.»
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال محمد شمشک د یو خصوصي تلویزیون سره د مهمو مسلو په اړه مرکه وکړه. مرستیال لومړي وزیر ددې خبرې په ټینګار وویل « پوره باور لرم چې په ترکیه کې به انفلاسیون کچه راټیټه شي . ترکیه د قوي بودیجې او ځواکمن اقتصاد سره به د خطرات او اقتصادي تهدیدونه له منځه یوسي.
د سټار ورځپاڼې « د خلیج د بحران سره د ترکیې او قطر ډیپلوماتیک او تجاري اړیکې لا پسې قوي شوي دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او قطر ترمنځه د ډیپلوماتیکې اړیکې ۴۵ کاله سابقه لري او دا اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره لا قوي کیږي. په خبر کې راغلي دي چې د تیر کال د جون په میاشت کې پیل شوي د خلیج د کړکیچ نه وروسته د ترکیې او قطر ترمنځه سوداګریز حجم دا چا خبره دوه برابره لوړ شوی دی. د ترکیې ته صادراتو کچه دوه برابره شوې ده .
همداشان د تیر کال د دسمبر د میاشتې راهیسې قطر ته د صادراتو د ترسره کوونکو ترکي شرکتونو شمیره ۲۷۲۱ ته لوړه شوې ده .
د سټار ورځپاڼې « ترکیه د برلین د ګرځندوی په نندارتون کې قوي ګډون کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش د برلین د ګرځندوی په ۵۲م نړۍوال فیستیوال کې ګډون کوي. پدې نندارتون کې د ترکیې لپاره په ځانګړې شوې ۳۰۷۹ متر مکعبه ځانګړې سیمه کې به قوي ګډون وکړي. پدې نندارتون کې به د ترکیې د استانبول، انتالیا ، ایژې سیمې او اناتولیا د ګرځندوی ۲۰ سیاحتي نماینده ګۍ، ۵۰ هوټلونو، د ۲۰ ولایتونو او د ۴۰ ښاروالیو، مدني ټولنو او اژانسونو استازي ګډون وکړي. همداشان پدې نندارتون کې به د ترکیې په ځانګړې برخه کې د هنرمندانو د کلي په نامه یوه ځانګړې سیمه هم جوړه شي.
د برلین دا نندارتون به د مارچ په ۷مه نیټه پيل او څلور ورځې به دوام ورکړي.