د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « پ ک ک – پ وای ډي او وای پي جي په عفرین کې د لمنځه تلو په حال کې دي » سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په الجزایر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبریالانوته معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سوریې د عفرین سیمه چې د پ ک ک ترهګرې ډلې او د هغوې د څانګو او داعش ترهګرې ډلې تر اشغال لاندې قرار لري ۵۴۰ کیلومتره سیمه د ترهګرو د اشغال نه ژغورل شوې ده .
هغه وویل چې ترهګرې ډلې په عفرین کې د ماتې په درشل کې قرار لري او هر څه ژر به له منځه یوړل شي. ترکي ځواکونو ستونزمندې سیمې تصفیه کړي ددینه وروسته وار د اسانه سیمو دی. ترکیې ځواکونو د عفرین سیمه د هلال په شکل محاصره کړې ده .
د ترکیې پولو سره د ترهګرو هر ډول تماس او اړیکې پرې کړی شوي دي. انشاالله چې په نږدې راتلوونکې کې به ټوله سیمه د ترهګرو نه تصفیه او پاکه کړو.
د صباح ورځپاڼې « وای پي جي ماشومان په قتل رسوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې څانګې پ وای ډي او وای پي جې چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په عفرین کې د پیل کړو عملیاتو له امله په کوتۍ کې ځای شوي دي د ملکي وګړو نه د سپر په توګه کار اخلي. همداشان هغه ملکي وګړي چې ددوې سره د مرستې او ملاتړ نه ډډه کوي په ډیره بې رحمانه توګه يي په قتل رسوي. د ترکیې استخباراتو پدې اړه یو ۲۵ پاڼیز راپور خپور کړی دی.
نوموړی راپور چې د سیمه ایزو سرچینو، د سیمې خلکو ، ازادې سورېې ځواکونو او په عفرین کې د ترکيې د وسله والو ځواکونو په تایید سره خپور شوی دی پکې راغلي دي چې ترهګرو په هغه سیمو کې چې د ترکي ځواکونو لخوا تصفیه شوي دي د ۷ او ۱۳ کلونو د عمر ترمنځه ۲۱۱ تنه ماشومان په ډیرې بې رحمۍ سره په قتل رسولي دي.
همداشان ترهګرو پدې سیمو کې ۴۱۷ تنه ملکي وګړي چې دوی سره د مرستې او ملاتړ نه ډډه کړې وه وژلي دي.
د سټار ورځپاڼې « شمالي قبرس ترک جمهوریت اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شمالي قبرس ترک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اروپايي ټولنې ته چې پرته د قید او شرط نه سویلي قبرس نه ملاتړ کوي خبرداری ورکړ. د شمالي قبرس ترک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دی چې د اروپايي ټولنې دا یو پلوی دریځ د قبرس د خلکو پر وړاندې ددوې اعتماد او باور له منځه وړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اروپا د شورا ریس دونالد توسک په ترکیې غږ کړی دی چې په ختیځې مدیترانه کې خپل هر ډول موجودیت ته د پای ټکی کیږدي. د اروپا د شورا دا چلند د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د توسک دا چلند په هیڅډول د منلو وړ ندی. ترکیه هغه هیواد دی چې په ختیځه مدیترانه کې تر ټولو زیات سواحل لري. د اروپا د شورا لخوا د ترکیې پر حقونو سترګې پټول د منلو وړ ندي. اروپايي ټولنې د تل په سیمه په سیمه کې د شمالي قبرس ترکي جمهوریت په شتوالي او حقونو سترګې پټې کړي دي.
د وطن ورځپاڼې « د ترکیې د ګرځندوی د سکتور لپاره زیری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی سکتور ۲۰۱۸ کال د ودې سره پيل کړ. د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې تر یو نیم میلیون تنو ډیر ګرځندویان ترکیې ته راغلي دي، همداشان د جرمني ګرځندویانو په ترکیه کې د رخصتۍ د تیرولو په خاطر وار د مخه ډیر زیات هوټلونه ریزرف کړي دي.
د ترکیې د ګرځندوی په سیمو کې وار د مخه هوټلونه ۲۸ سلنه ریزرف شوي دي. په خبر کې راغلي دي پداسې حال کې چې د ۲۰۱۷ کال د جنوري په میاشت کې ترکیې ته یو میلیون او ۵۵ زره او ۴۷۵ تنه ګرځندویان راغلي وو د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میاشت کې بیا تر یو نیم میلیون تنو ډیر ګرځندویان ترکیې ته راغلي دي .
دې رقم د ترکیې د ګرځندوی د سکتور هیلې راژوندۍ کړي دي.