د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « اردوغان او پوتین لخوا د سوریې په اړه ګډ دریځ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب پرون په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. دواړو مشرانو پدې لیدنه کې د سوریې او عراق په مسلې خبرې وکړې. دواړو مشرانو د سوریې او عراق په ارضي تمامیت او ملي یووالي ټینګار وکړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې د تیرې دوشنبې په ورځ په غیرې قانوني توکه غیرې مشروع ټولپوښتنه ترسره کړه. مونږ باید د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې لخوا د لا زیاتو خطاګانو د ترسره کولو مخه ونیسو.
د خبرترک « د ترکیې لخوا سخت خبرداری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې لخوا د عراق نه د بیلتون په خاطر د تیرې دوشنبې په ورځ د ترسره کړې ټولپوښتنې په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل « د عراق د شمال لخوا د ترکیې پولو نه بهر او یا دننه د کوچني تهدید په صورت کې به سخت ځواب ورکړو. د هیڅډول اقدام نه به ډډه ونکړو.د ترکیې ملي امینت ته د هر ډول ګواښ د مخامخولو په صورت کې به ډیر سخت ځواب ورکړو. »
د سټار ورځپاڼې « ترهګریز سازمان نه لاره ورکه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې ترکیې د وسله والو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د پ ک ک ترهګرې ډلې نه وارخطا کړې او لاره يي ترینه ورکه کړې ده. هغه وویل چې د بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې پرته د ځاني ضایعاتو ترهګرو ته ستر ګوزار وارد شوی دی. د ترهګرو ستراتیژي او تاکتیکونه له منځه وړل شوي دي. د ترهګرې ډلې سره د نوو جنګیالیو د یو ځای کیدو مخه تر ډیر حده نیول شوې ده . د پ ک ک ترهګرې ډلې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې تر ټولو ستره ضربه لیدلې ده.
د ینې شفق ورځپاڼې « ملي اقتصادي درجه بندۍ سازمان د جوړیدو په برخه کې لومړنی ګام اوچت شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د ملي اقتصادي درجه بندۍ سازمان د جوړولو په برخه کې لومړنی ګام اوچت کړ. د منځ مهاله پروګرامونو په چوکاټ کې لومړی د اقتصادي درجه بندیو اړوند مضبوط بڼسټ د خطراتو د ثبت او راجستر مرکز جوړیږي. ددینه وروسته بیا د ملي درجه بندۍ سازمان د جوړولو په چارو پیل کیږي.
د صباح ورځپاڼې « د قونیې تاریخي بری » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د فوټبال د اتلولیو د لیګ د سیالیو په چوکاټ کې د ترکیې د قونیه اتیکر د فوټبال لوبډلې د په i گروپ کې د ویتوریا ګویمراسیس لوبډلې سره سیالي وکړه. سیالي ۲ د یو په مقابل کې د قونیه اتیکر لوبډلې په ګټه پایته ورسیده. د اتیکر قونیه سپورت لوبډلې لخوا لومړنی بری ترلاسه کړ.