د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ترکیې په مدیترانه کې د نفتو او ګازو په پلټون پیل وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په مدیترانه کې د نفتو او ګازو په پلټون وکړ. ترکیه غواړي چې ددې پروژې سره په سیمه کې ځان د انرژۍ په برخه کې په مهم اکټور بدل کړي. د بارباروس خیرالدین پاشا لوی کښتۍ په یوې ډیرې پراخه سیمه کې د درې بودي سیستم سره پلټونو د پیلولو په خاطر د قبرس په سواحلو کې لنګر واچوه. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه به په لومړني پړاو کې د بارباروس خیرالدین پاشا د کښتۍ سره په سیمه کې د درې بودي سیسمیک سیستم په واسطه په پلټونو پیل وکړي. همداشان وروسته به د اوروچ ریس په نامه د تیلو د پلټون کښتۍ په سیمه کې د تیلو او ګازو په پلټون پیل وکړي. دا پلټنې به د شمالي قبرس ترک جمهوریت په سواحلو کې دوام وکړي.
د وطن ورځپاڼې « د ۸ تریلیونو ډالرو سرمایې سره ترکیې ته راځي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ نامتو پانګه والو ترکیې ته مخه کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې د نړۍ نامتو پانګه والو په ترکیه کې د پانګه والۍ په خاطر ګامونه اوچتوي. یاد شوو شرکتونو ویلي دي چې په ترکیه کې په اقتصادي برخو کې د مهم او بڼسټیزو اصلاحاتو سره دا هیواد د پانګه والو لپاره د جاذبې په مرکز بدلیږي. د اوپنهایمر شرکت د ۲ تریلیون ډالرو سرمایې سره او د پاسفیک انویسمنټ بیا د ۱ عشاریه ۵ تریلیونو ډالرو سرمایې سره غواړي چې په ترکیه کې په ځانګړې توګه د تقاعد د بیمې په برخه کې پانګه اچونه وکړي.
په خبر کې راغلي دي چې په ترکیه کې د اپریل په ۱۶ مه نیټه په ټولپوښتنه کې د اساسي قانون د تعدیل د منلو کیدو سره سم نړۍوالو پانګه والو ترکیې ته مخه کړې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « د روغتیا د ګرځندوی په برخه کې ستر هدف » د ترکیه نن ورځ په نړۍ کې د روغتیا د ګرځندوی په سکتور کې په پنځم کتار کې ځای لري. ترکیه غواړي چې د روغتیا په برخه کې لا زیات د بهرنیانو توجه جلب کړي. د ویلو ده چې نن ورځ تر ټولو زیات د جرمني، لیبیا، روسیې او عراق نه ناروغان د درملنې په خاطر ترکیې ته راځي. د جرمني او هالنډ وګړي په ځانګړې توګه د سترګو تداوۍ په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي. د بله پلوه د روغتیا نړۍوال شورا ویلي دي چې ترکیه به تر ۲۰۲۳ کال کې د روغتیا د ګرځندوی په برخه کې ډیر زیات پرمختګ وکړي او هر کال به د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د ۲ میلیونو تنو ناروغانو کوربه توب وکړي. یادې شوې شورا ویلي دي چې ترکیه نن ورځ په نړۍ کې د روغتیا په برخه کې د نړۍ د مهمو هیوادونو نه په یو بدل شوی دی. په ترکیه کې د روغتیا په برخه کې ارزاني او لوړ کیفیت د ټولو پام ځانته رااړولی دی. په ترکیه کې تداوي د ډیری اروپايي هیوادونو په پرتله ۶۰ سلنه ارزانه ده.
د خبرترک ورځپاڼې « د شهیدانو په خاطر لاریون » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چناق کلا د جګړې پر مهال د ۵۷ م غنډ د اتلولۍ داستان چې د ترکیې د هر وګړي افتخار دی د شهیدانو په درناوي د اپریل په ۲۵ مه نیټه د وفاع لاریون په نامه ستر لاریون جوړیږي. د ویلو ده چې دا لاریون چې هر کال په چناق کلا ولایت کې جوړیږي د کوسووا نه ۱۲۰، د چناق کلا ولایت نه ۱۶۰ او د پاتې ۸۰ ولایتونو نه د ۲۸۸۰ تنو ځوانانو په ګډون جمعآ ۳۱۶۰ تنه ځوانان ګډون کوي.
د ویلو ده چې د ترکیې په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ګالیبولو جګړې د ۱۰۲یمې کلیزې له امله د هیواد دننې او بهر نه هیوادوال او بهرني وګړي چناق کلا ولایت ته راځي او د سیمې نه لیدنه کوي. په ځانګړې توګه هیوادوال پدې شپو ورځو کې تر ټولو زیات د چناق کلا د شهیدانو او د ۵۷ م غنډ د شهیدانو د څلو نه لیدنه کوي.
د سټار ورځپاڼې « دا کتاب د ۱۹۱۵ کال د پیښو په اړه د ارمنیانو ادعا بې بڼسټه کوي» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیې د دولت ارشیف ادارې د ۱۹۱۵ کلونو د ارامنه ادعاګانو د ۱۰۲ کلیزې په خاطر یو ډیر مهم اثر چاپ کړ. «د تهجیر پر لورې روانه لار» تر نامه لاندې پدې کتار کې د لومړي ځل لپاره ۲۰۴ سندونه خپاره شوي دي. پدې سندونو کې هغه حقیقت چې بهرنيو طاقتونو څه ډول د تهجیر پر لار ارمنيان د پلانونو له مخې وژلي په ډاګه کوي. دا سندونه چې ډیری د شفرونو سره لیکل شوي دي د ۱۹۱۵ کلونو د پيښو د پردې شا پلانونه په ډاګه کوي. پدې کتاب کې د ۱۹۱۴ کال د سپټمبر د میاشتې نه تر ۱۹۱۵ کال د جون تر میاشتې د مودې په اړه اسناد او شواهد خپاره شوي دي. دا کتاب په اصل کې د ارمنیانو ټولې اداګانې چې ګواکې ارمنیان د عثمانیانو لخوا وژل شوي دي بې بنسټه کوي. پدې کتاب کې راغلي دي چې په ۱۹۱۵ کال کې ارمنیان د بهرنیو طاقتونو د پلانونو له مخې وژل شوي دي. همداشان د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې ټول ارمني عصیانونه هم د پردو په اشاره او پلانونو له مخې ترسره شوي دي.