د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان د مې په ۱۶ او ۱۷ مو نیټو د ټرامپ مخامخ لیدنه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د مې په ۱۶ او ۱۷ مو نیټو به په واشنګټن کې د ولسمشر ټرامپ سره مخامخ لیدنه وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ټرامپ سره په لیدنه کې به د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو او زیات شمیر نورو مسلو خبرې وکړو.
هغه وویل چې ټرامپ هم په امریکا کې چې د ترکیې نږدې متفق هیواد دی د ترکیې د دښمن ساتلو په اړه ډیر زیات خواشینی دی. هغه وویل باور لرو هغه څه چې اوباما ونه کړل ټرامب به يي وکړي. لکه تر لږه د ګولن په اړه د ټرامپ د اداري پریکړې تمه لرو. د سوریې په مسلې به هم وغږیږو. پدې ښه پوهیږو چې د سوریې ستونزه د اسد په موجودیت کې د حل وړ نده . تر ټولو ښه حل لاره پخپله د سوریې د خلکو لخوا د یو مشر ټاکل او ددې مشر په مشرۍ د یو انتقالي حکومت جوړل دي.
د وطن ورځپاڼې « هر هغه څوک چې تر څو په لویدیځې نړۍ برید ونکړي هغه ترهګر نه شمیرل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د یو تلویزیون سره په مرکه کې د مذهبي نښتو په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل چې ترهګري سازمانونه یواځې د داعش او القاعدې نه عبارت ندي. یواځې دې دوو سازمانونو ته د ترهګرو ویل ستره اشتبا ده. هو د لویدیځ لپاره هغه څوک ترهګر شمیرل کیږي چې پر دوی برید وکړي. که چیرې پر دوی برید ونه کړي هغوې ته ترهګر نه وايي . لکه څرنګه چې ټوله نړۍ او پخپله لویدیځ هم پوهیږي چې د پې کاکا سازمان یو ترهګریز سازمان دی. لویدیځه نړۍ نن د همدې ترهګریز سازمان د سوریې د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره همکاري او په ګډه حرکت کوي. دوی سره د وسلو او مهماتو مرستې کوي.
دوی وايي چې دا ډلې زمونږ لپاره ترهګرې ندي.
د ینې شفق ورځپاڼې « اردوغان یواځې د ترکانو نه بلکې د عربانو هم ریس دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لبنان د پلازمینې بیروت د سنټ جوزیف د پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور جانا جابور ویلي دي چې ولسمشر اردوغان په عربي نړۍ کې هم د ریس او مشر په توګه مشهور دی. هغه ویلي دي چې ډیری عربان ولسمشر اردوغان ته د منځني ختیځ د سیمې لپاره د یو امید په سترګه ګوري. عربان ځانونه د مسلمانانو د حق او حقوقو نه د دفاع په خاطر د لویدیځ پر د غږ اوچتولو او د لویدیځۍ نړۍ سره د ډغرولو وهلو له امله د ولسمشر اردوغان د احسانونه مدیون بولي .
د صباح ورځپاڼې « خلیج هیوادونه په شانلي اورفا ولایت کې پانګه اچونه کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صدارت د پانګه والو نه د ملاتړ ادارې په هلو ځلو د سعودي عربستان ، قطر ، کویټ او بحرین هیوادونو تر ۵۰ ډیر پانګه وال په ترکیه کې د کرنۍ او مالدارۍ په برخو کې د پانګه اچونې په خاطر شانلي اورفا ولایت ته راغلي دي. د خلیج د هیوادونو پانګه والو په سیمه کې د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د پانګه اچونې او د نورو پانګه والو د راجذبولو په مسلو د یاد شوي ولایت د چارواکیو سره لیدنه وکړه.
د سټار ورځپاڼې « د ګرځندوی په برخه کې پانګه اچونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د ګرځندوی د نماینده ګیو او سوداګرو د ټولنې مشر حسن بایرم ویلي دي چې د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې نه وروسته يي په ترکیه کې د ګرځندوی په برخه کې د بهرنیو پانګه والو نه وړاندیزونه ترلاسه کړي دي. هغه ویلي دي چې ګرځندویان تل د رخصتۍ او سیاحت په خاطر امنو سیمو ته ترجیح ورکوي چې ترکیه بیا پدې برخه کې د ټولو لپاره د ډاډ وړ هیواد دی. په ترکیه کې د ټولپوښتنې سره د اساسي قانون د منلو سره د پانګه والو لیوالتیا ډیره شوې ده . پوره باور لرم چې نوی سیستم به د ګرځندوی د سکتور د ودې سره ډیره زیاته مرسته وکړي.