د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

601032
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « د اردوغان عظیمې ارادې ته د حیرانتیا په سترګه ګورو  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکېې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  په استانبول کې  د موټرو، فینانس  ، نفتو او تکنالوژۍ  د سترو شرکتونو  د مشرانو سره  لیدنه وکړه. پانګه والو پدې غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ترکیې پوره باور او ډاډ لري  او پانګه اچونو ته به دوام ورکړي.

په خبر کې راغلي دي چې  پدې غونډه کې  د جولای د ۱۵ کودتا  ناکامه هڅې  او ترکیې  د قوي اقتصاد په مسلې خبرې وشوې. په غونډه کې  پانګه والو  یو یو وینا وکړه. ټولو ددې خبرې په ټینګار وویل چې  «  په ترکیه کې د کودتا نه وروسته په اقتصاد باندې د منفي اغیزو په خاطر  یو ډول  پروپاګند پيل شو . د ترکیې قوي اقتصاد د ټولو پروپاګندونو  او ناکامو هلو ځلو  سره سره  خپله پياوړتیا  ټولو ته  څرګنده کړه. ترکیه  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې کودتا پر مهال  د قوي امتحان نه  تیره شوه  او پدې امتحان کې  بریالۍ شوه. » ترکیې د ډیموکراسۍ په برخه کې نړۍ ته  سبق ورکړ. پانګه والو  په ترکیه کې  د کودتا په شپه د ولسمشر اردوغان  عظیمې ارادې  او  قوي ادارې نه  ستاینه وکړه  . پانګه والو وویل چې نړۍ پدې شپه د اردوغان قوي ارادې ته  حیرانه پاتې وه.

د سټار ورځپاڼې  « په ترکیه کې  د نوو پاسپورتونو  دوره پيل شوه  » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې پاسپورتونه او لایسنسونه  بدلیږي. د ترکیې او اروپا ترمنځه د لاسلیک شوي مطابقت له مخې  په ترکیه کې د چیپداره برښنايي پاسپورتونو چې په منځ کې د پاسپورت د انتقالوونکو ټولې نښې او جزیات شتون لري  د ۲۰۱۶ کال د نوامبر د میاشتې د لومړۍ  یعنې نن نه په اعتبار سره په ویشلو يي پیل وشو.

همداشان  د هیواد د وزیرانو شورا  د نوي تقنیني  فرمان  له مخې د یو کال په دننه کې به  د پاسپورت او موټرو د چلولو د لایسنس  د ویشلو چارې  د امنیې قومندانۍ نه  د ثبت احوال نفوس  ادارې ته وسپارل شي . د نوو پاسپورتونو په چیپ کې  د پاسپورت د انتقالونکي  د نوم، تخلص، ولد، زیږیدنې نیټه ، ځای، ادرس ، ملت  او لمبر سربیره  د ګوتو نښې، بیومتریک معلومات او ټولې نښې او نښانې شتون لري.

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د پي وای ډي د ظلم نه  جرابلس ته راکډه شول  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د وسله والو ځواکونو په ملاتړ  د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې  د سوریې په شمال کې  ډیرې زیاتې سیمې  د داعش ترهګرې ډلې نه  تصفیه  او ازادې سوریې ځواکونو ته  وسپارل شوې . همداشان د نوموړو عملیاتو په لړ کې د جرابلس  سیمه  هم وژغورل شوه. د جرابلس  سیمه  د سوریې د یو زیات شمیر خلکو لپاره  په سرپناه  بدله شوې ده . د بله پلوه  د سوریې د یو زیات شمیر سیمو نه په سلګونه تنه  د اسد د رژيم او پي وای ډي ترهګرې ډلې  د ظلمونو نه  جرابلس ته راکډه شوي دي. د پي وای ډي ترهګرې ډلې  د شیون په سیمه کې  په خلکو ستر ظلم  پيل کړی چې د سیمې ډیری خلک  جرابلس ته راکډه شوي دي. په جرابلس کې د نوموړو کډوالو لپاره کمپونه جوړ شوي دي.

نوموړي  کډوال وايي چې  کورونه او مالونه يي د پې وای ډي ترهګرې ډلې لخوا تالان شوي او سوځول شوي دي. نوموړي کډوال وايي چې  د پي وای ډي ترهګر  په سیمه کې د ټولو  هغه  خلکو چې  کوردان  ندي  د کورونو او جایدانونو په قبضه کولو  او خلکو په زنداني کولو پيل کړی دی .

خبرترک  ورځپاڼې  «  د بیکشتاش لپاره  ښه فرصت  »  د سرلیک لاندې لیکلی دي د ترکیې د بیشکتاش د فوټبال لوبډله  نن  په استانبول کې  د ایټالیا د ناپولي  د لوبډلې کوربه توب کوي. نن  شپه  به  بیشکتاش  د ناپولي لوبډلې سره  سیالي وکړي. د ناپولي لوبډلې  دوه اوونۍ وړانډې په خپل کور کې ستره ماتې وخوړه. په خبر کې راغلي دي که چیرې د بیشکتاش  لوبډله  په ننۍ سیالۍ کې ناپولي ته ماتې ورکړي  هم  به  خپلې لمبرې  لوړې کړي او هم  به  د بي ډلې نه  وتو چانس  ترلاسه کړي.

همداشان  د نن شپې په سیالۍ کې به د بیشکتاش د پلویانو لخوا  یوه ستره ننداره هم  وړاندې شي.

 



اړوند خبرونه