ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر د چورلکې د حادثې په اړه ژرو خفګان څرګند کړ

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او ورسره د مل پلاوي‌ د چورلکې د پيښې په اړه خپل ژوند خفګان او خواشیني‌ څرګنده کړه.

2141390

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل" په ژورې خواشینۍ سره چې د ایران د ولسمشر زما ورور ابراهیم رئیسي او د هغه پلاوي چورلکې حادثې مونږ ټول ډیر خواشیني‌ کړي‌ یو، د تورکیې جمهوریت په توګه، موږ له ایراني چارواکو سره په پوره تماس او همغږۍ کې یو ، او هر ډول اړین ملاتړ ته چمتو یو.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل ټولنیزه میډیا  پاڼه کې د ایران  د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر چارواکو د چورلکې د حادثې په اړه پیغام خپور کړ.

اردوغان په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې ،  په ژورې خواشینۍ سره چې د ایران د ولسمشر زما ورور ابراهیم رئیسي او د هغه پلاوي چورلکې حادثې مونږ ټول ډیر خواشیني‌ کړي‌ یو، د تورکیې جمهوریت په توګه، موږ له ایراني چارواکو سره په پوره تماس او همغږۍ کې یو ، او هر ډول اړین ملاتړ ته چمتو یو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د خپل  او ملت په استازیتوب خپل ګاونډي، دوست او ورور  هیواد ایران زړور  ولس او حکومت سره د خپله خواخوږي‌ څرګندوم او هیله لرم چې ژر تر ژره د ولسمشر او ورسره پلاوي څخه ښه خبر ترلاسه کړم.

اړوند خبرونه