د تورکیې د کورنیو او ټولنیزو خدماتو وزیره : د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې په غزه کې قتل عام روان دی
د تورکیې کورنیو او ټولنیزو خدماتو وزیرې ماه نور اوزدیمیر ګوکتاش په غزه کې د قتل عام په اړه چې په زرګونو ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ هر څه ژر د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
د تورکیې کورنیو او ټولنیزو خدماتو وزیرې ماه نور اوزدیمیر ګوکتاش په غزه کې د قتل عام په اړه چې په زرګونو ښځو او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ هر څه ژر د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
ګوکتاش د امریکا په نیویارک ښار کې د تورکیې په کور کې په جوړه شوې "تورکیې او بهر ښځینه مشرانو او د غیر دولتي سازمانونو رئیسانو په ګډون وکړ.
ګوکتاش د هغو ګامونو پر اهمیت ټینګار وکړ چې د متشبثو ښځو د زیاتوالي لپاره اخیستل شوي دي.
ګوکتاش ټینګار وکړ چې دوی د ښځو کوپراتیفونو ته د ښځو د تشبث او د ښځو د کارموندنې په برخه کې د یو ځانګړي سوداګریز ماډل په توګه ګوري.
"موږ په تورکیه کې د ښځو د ۱۰۱۲ نویو کوپراتیفونو د جوړولو ملاتړ وکړ. ښځې چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او انجینرۍ په برخو کې خپل شتون زیاتوي، د ډیجیټل ټیکنالوژۍ او نوښت په وړاندې کولو سره په نړیواله سیالۍ کې د تورکیې دریځ پیاوړی کوي."
ګوکتاش په خپلو خبرو کې په غزه کې د قتل عام د ژر تر ژره پای ته رسولو غوښتنه هم وکړه.
هغې وویل چې د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې په غزه کې قتل عام روان دی. په زرګونو ښځې او ماشومان په ډیر بې رحمانه توګه وژل کیږي. مونږ هر څه ژر ددې ظلم او قتل عام د پایته رسولو غوښتنه کوو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.